د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي کریم سلطاني شعرونه

غزل

درد به ژېړ زبېښلی یم او روح به مې وتلی وي

ته چې بیا راځې په ما به جوړ د خاورو څلی وي

 

خود به الزامونه لګوي په زندګۍ باندې

چا چې لکه ما غوندې د مینې یار بایللی وي

 

دلته دوه مین تر خپل منزله پورې نه رسي

دلته ځکه هر وګړی زړه باندې داغلی وي

 

څو به لا د خپلو بربادویو تماشې کوم 

څو به مې داستا تصویر له ځان سره ساتلی وي

 

بیا چې سيمې شاړې لټوې ورپسې څه پایده!

ستا کریم به ډېر لري داستا له ژونده تللی وي

د شاعر نور شعرونه ←