د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عمر دراز مروت

د عمر دراز مروت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عمر دراز مروت

پاتې به تنها شې قدر دان له منځه مه باسه
ځان له منځه یوسه خو یاران له منځه مه باسه

ستا او د رقیب د رقابت جنگ به بې خونده شي
دغه تاوان خیر دی خو جانان له منځه مه باسه

څوک مې بې له سر قیمت د سر ادا کوی نه شي
داسې مې په نه بیعه ارزان له منځه مه باسه

تا او زما منځ کې د اقرار او د انکار کرښه
زور دې پخپل ځای خو خپل زبان له منځه مه باسه

کله کله بدو  کې دا بد خلک په کار راځي
ته هم دا بې ذوقه غمازان له منځه مه باسه

ښکلو هر  عمل له غرض خلاص نه وي دا یاد لره
ته هم که هوښیار یې جار قربان له منځه مه باسه

ما که درکتلي دی خو ته هم راخندلي دي
زهً به ملامت یمه خو ځان له منځه مه باسه

ځان عمر دراز مروت خاورو سره خاورې که
یار د لیونۍ مینې احسان له منځه مه باسه

۲۰۱۶/ ۶ / ۵
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عمر دراز مروت

حسن نه د اور غوندې لوگې او نه لمبه کوي
حسن د مرض غوندې په زړۀ باندې حمله کوي

هغه د پښتو روايتونو چې پابند وو کلک
هغه ستړي مشي اوس د سر په اشاره کوي

څو چې يارانه د زورورو رقيبانو کړي
هومره ملامت نه دی که ماسره دوکه کوي

ښکلې د ديدن په بدل نغد له سړي زړۀ غواړي
داخو عاشقان دي چې په زړونو کښې قرضه کوي

سترگې د مړ سترگو ازلي له خمار ډکې دي
دا درته چا ويله لېونیه چې نيشه کوي

هغه لېونی خو خپل ښایست په سر اخيستی دی
مونږ سره به څرنگ په دې حال کښې يارانه کوي

ډېره غريبي مې ده بې وسه يم که زړۀ لري
وايه کبرجن جانان ته لږه دې گذاره کوي

حسن يې منم له حقيقت نه انکار نه کوم
حسن يې روزي شه خو خبره دې خوږه کوي

وچ راته انکار عمر دراز مروته نه کوي
کله چې رادرومي نه، نو بیا هم بهانه کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عمر دراز مروت

صرف په یو تشې خندا مې زړهً ورکړی دی
چاچې راخندلي دي ریښتیا مې زړهً ورکړی دی

بېرته مې د زړهً په پریشاني باندې ژړلي دي
چاته چې په کوم یوې سودا مې زړهً ورکړی دی

داسې خپل اعتبار راسره څو، څو ځله کړي دي
نن یې دوکه کړی یم سبا مې زړهً ورکړی دی

دغه لېونتوب رانه بار بار مینې کښې شوی دي
ښکلیو ته په هرې یوې ادا مې زړهً ورکړی دی

دې باوجود بیا عمر دراز مروت تېروتی یم
چاته چې د شپې، نه په رڼا مې زړهً ورکړی دی

۲۰۱۶ / ۷ / ۱
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عمر دراز مروت

چې په وعدو يې د سبا تر سبا ونه خوړم
ملګرو ښه ده يار په دغې ادا ونه خوړم

يو خوا پښتو بل خوا غربت راسره سم روان دي
د ژوند کړاو کې کومې کومې سودا ونه خوړم

په دوه درواغو مې هېڅ کله غولولى نشې
که په رښتيا يې په رښتيا په رښتيا ونه خوړم

د تا د غم سړي خواره مې بېخي نشي خوړى
که ستا د تورو سترګو تورې بلا ونه خوړم

بغېر له خداى مې مخامخ له چا نه وېره نشي
د ځينې سپي غوندې رقيب که په غلا ونه خوړم

دنيا مې وخوړه خو زه عمردراز مروته
د خداى احسان دى لا تراوسه دنيا ونه خوړم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عمر دراز مروت

په رڼا ورځ په هر ساعت راسره مله وي سیوري

خو چې تیاره شي خدای منې راسره نه وي سیوري

سپینې خولې په سپین رخسار یې هو بهو داسې وې
لکه د واورو چې په واورو را پراته وي سیوري

په تش لباس د ژبه ورو خلکو مه غولیږه
د مازیګر د وخت عبث هسې اوږده وي سیوري

زما د ښې ورځې یاران به له ما خود بیلیدل
ته خبر نه یې چې د لمر تر پریواته وي سیوري

لکه چینار لاندې چینه عمردراز مروته
داسې په سترګو د بڼو یې راخواره وي سیوري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عمر دراز مروت

په دې بلا پسې سبا بله بلا رادرومي
ژاړم په دا چې په خندا پسې ژړا رادرومي

د خپل ښایست د بربادۍ ویره په زړه کې ساته
بلو ډیوو پسې وکور ته هم هوا رادرومي

د زړګي کور ته مې په غم پسې غم ځکه راځي
هوښیاران وایي چې دنیا پسې دنیا رادرومي

نن یې چې زړه راڅخه وړه د زړه په نیت یې پوی شوم
زما قاتل زما په سر پسې به بیا رادرومي

زه ددې قام د مستقبل په انجام دومره پوی شوم
څومره په مخ چې کړي سفر هومره په شا رادرومي

زه شکایت هغه مغرور له بې غورۍ نه کوم
ماته افسوس خدای شته په خپلې نیمګړتیا راردومي

خلک کړي څه  او دا زه څه “عمر دراز مروته”
د لیوني غوندې خپل ځان پورې خندا رادرومي
د عمر دراز مروت په زړه پورې غزلبشپړ شعر ولولئ

د عمر دراز مروت په زړه پورې غزل

عمر دراز مروت

غزل

په دې بلا پسې سبا بله بلا رادرومي

ژاړم په دا چې په خندا پسې ژړا رادرومي

د خپل ښایست د بربادۍ ویره په زړه کې ساته

بلو ډیوو پسې وکور ته هم هوا رادرومي

د زړګي کور ته مې په غم پسې غم ځکه راځي

هوښیاران وایي چې دنیا پسې دنیا رادرومي

نن یې چې زړه راڅخه وړه د زړه په نیت یې پوی شوم

زما قاتل زما په سر پسې به بیا رادرومي

زه ددې قام د مستقبل په انجام دومره پوی شوم

څومره په مخ چې کړي سفر هومره په شا رادرومي

زه شکایت هغه مغرور له بې غورۍ نه کوم

ماته افسوس خدای شته په خپلې نیمګړتیا راردومي

خلک کړي څه  او دا زه څه "عمر دراز مروته"

د لیوني غوندې خپل ځان پورې خندا رادرومي

 

عمردراز مروت