افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
پاتې به تنها شې قدر دان له منځه مه باسه
ځان له منځه یوسه خو یاران له منځه مه باسه
ستا او د رقیب د رقابت جنگ به بې خونده شي
دغه تاوان خیر دی خو جانان له منځه مه باسه
څوک مې بې له سر قیمت د سر ادا کوی نه شي
داسې مې په نه بیعه ارزان له منځه مه باسه
تا او زما منځ کې د اقرار او د انکار کرښه
زور دې پخپل ځای خو خپل زبان له منځه مه باسه
کله کله بدو کې دا بد خلک په کار راځي
ته هم دا بې ذوقه غمازان له منځه مه باسه
ښکلو هر عمل له غرض خلاص نه وي دا یاد لره
ته هم که هوښیار یې جار قربان له منځه مه باسه
ما که درکتلي دی خو ته هم راخندلي دي
زهً به ملامت یمه خو ځان له منځه مه باسه
ځان عمر دراز مروت خاورو سره خاورې که
یار د لیونۍ مینې احسان له منځه مه باسه
۲۰۱۶/ ۶ / ۵