د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سلیم بنگش

د سلیم بنگش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

 لا خو مې ارمان نه دی وتلې 

زړه نه مې جانان نه دی وتلې


هر څو ئې که هر څومره ښه او ویست

عکس د تا په شان نه دی وتلې 


پښو نه مې که زمکه وي وتلې 

لاس نه مې اسمان نه دی وتلې 


ما وې چې یوازې شومه پاتې 

چا وې چې کاروان نه دې وتلې 


ستا په سپیناوي مې یقین راغې

زړه نه مې گمان نه دی وتلې 


ستر گې مې دې تا پسې وتلې 

ستر گو نه مې ځان نه دې وتلې 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

اول په اوښکو پاکوومه لېمه

بیا دې تصویر ته غړوومه لېمه


کړې د نظر مې، نظر ماتوم

زه غړوم زه لوګوومه لېمه


هر ځل په هر ځای د تا نوم سره زه

څه بې اختیاره ولیکمه لېمه


ته یې لېدلې یې جانانه زه به

اوس نو په اوښکو ښکلو ومه لېمه


کله پرې یو کله پرې بل گورمه

په څومره ښکلو لوبوونه لېمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

 پېغله د زنې په سر خال ساتي

دا د مئینو څومره خیال ساتي


دنگې ماڼۍ ئې ورانوي ورځنې 

څوک به د ړنگ کاله دېوال ساتي


بیا چې څوک دار ته خېژوي ورباندې

زلفې نو څنگه په مخ ټال ساتي


په سره رخسار پستې رېښمینې زلفې

که نه رېښمو کې څوک لال ساتي


پښتو په لار کې ورته اودرېده

څوک دې پټکی ساتي څوک شال ساتي


سلیمه سترگو کې ئې پټ گرځوي

ښکلي خپل مخ دومره سنبال ساتي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

مینه مې پرې زیاته شي چې وخاندي

تنده مې پرې ماته شي چې وخاندي


وایم چې دنیا ډېره بدرنگه ده

زر مې پام ښکلا ته شي چې وخاندي


ټول چې گل گل د گلو څانگه شي

کړس کړس دې راماته شي چې وخاندي


موږ خو په سپرلو ځانونه ولوټل

ټول سپرلي به شاته شي چې وخاندي


تندر ئې سلیمه مخ کې هیڅ نه دی

مخ ئې کله ماته شي چې وخاندي 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

 چې په خزان ورځنې گل وژني

سپر لی فطرت څومره په چل وژني


زموږ په ښار کې وحشت داسې خوردی

چې یو مې ښخ نه وي نو بل وژني


ای په جهان د خوشحالۍ وېشگره

مرثیه  خوان  رانه  غزل وژني


کوو به موږ ښار د والي تماشه

اورو چې خلق پکې نن غل وژني


دمحبت تندې رااخستی یمه

موږ د ښائیست په خوا کې ځل وژني

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

 کابل هم پېژنم بگرام پېژنم

زه خو پښتون یمه زه قام پېژنم


د ستا د زړه کلي کې و گرځېدم

د ستا د تشې خُلې سلام پېژنم


نه یې و ځایې او نه هغه و گنې

بې قدره نه یم احترم پېژنم


ما نه د ژوند پوښتنه څله کوې

زه خو بېوسه یم ناکام پېژنم


څه په بې قدره ځای دې راوستمه

گنې زه عجزه خپل مقام پېژنم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سلیم بنگش

 ستا هر ادا او ستا کاته غزل

بس راټولوم خواره واره غزل


داسې خو په بام ولاړه وښکارې

لولم لکه پاس په دېواله غزل


نوم د محبت په ادب اخلمه

ته لکه ټپه چې ئې یا ښه غزل


څومره چې نازک ئې هومره گران هم یې

ته یې د شېدا (۱) د کتابه غزل


دغه د نفرت او د وحشت کلی

ټول مین مین شو په یوه غزل


دا ښايست سلیمه لکه اورمه

ډېرو ورځو ورسته چرته زه غزل


۱ کاظم خان شېدا