افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لا خو مې ارمان نه دی وتلې
زړه نه مې جانان نه دی وتلې
هر څو ئې که هر څومره ښه او ویست
عکس د تا په شان نه دی وتلې
پښو نه مې که زمکه وي وتلې
لاس نه مې اسمان نه دی وتلې
ما وې چې یوازې شومه پاتې
چا وې چې کاروان نه دې وتلې
ستا په سپیناوي مې یقین راغې
زړه نه مې گمان نه دی وتلې
ستر گې مې دې تا پسې وتلې
ستر گو نه مې ځان نه دې وتلې