د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه

غزل

 ستا هر ادا او ستا کاته غزل

بس راټولوم خواره واره غزل


داسې خو په بام ولاړه وښکارې

لولم لکه پاس په دېواله غزل


نوم د محبت په ادب اخلمه

ته لکه ټپه چې ئې یا ښه غزل


څومره چې نازک ئې هومره گران هم یې

ته یې د شېدا (۱) د کتابه غزل


دغه د نفرت او د وحشت کلی

ټول مین مین شو په یوه غزل


دا ښايست سلیمه لکه اورمه

ډېرو ورځو ورسته چرته زه غزل


۱ کاظم خان شېدا

د شاعر نور شعرونه ←