د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالغفور حنانزاده

د عبدالغفور حنانزاده پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

16 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

د هجران په خوب ویده وم له دونیا ومه بهر

نه چا کړمه حــساب په ژوند د ستا ومــه بهر

نه غیـږه د جانان وه نه مـړوند د خـوړې مور
له درده ډکه شـپه وه پـروت له اشنـا ومه بهر

یو جنـون له مانه ښه وه بې غرضه اوسـیدلو
لکه اوښکه چي روان شوم له ښکلا ومه بهـر

په رڼا نه وم ارامه توره شپـه راته سـکون وه
چي خوښ وم په جونګړه په ریښتیا ومه بهر

حنانزاده! نه مینه نه الفت شته په انسان کـي
نن مي زړه له ټـولـو تور دی په ولا ومـه بـهر
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

خواږه لـفظونه دي خـواږه لکه شــیراب ښـکاریږی

زړه مي ټکور کړي هغه ټول راته حجاب ښکاریږي

خوښ مي هیڅ نه دي میخانې سـړه ساحیه لرمه
هغـه پخـوانی پښـتون بشـر لکـه کتـاب ښکـاریږي

د لمر په وړانګو باندي پټ لکه سپوږمۍ د ماښام
د غره په سر باندي ولاړ مي د مـهراب ښـکاریـږي

داسي خامـوش به ترې بهـتره له هـر چا یمـه ښه
یم خـود غرضـه په جونـګړه کـي شباب ښـکاریږي

دلته څوک شـته چي حـنانـزاده سره الو پالو شي
سهار ماښام ورته په سترګو کي عیاب ښــکاریږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

د خــوږ زړه درمـان مي نشته چي خزان وهلی

شي زرې زرې لکه آیـنه داسي مي ارمان وهلی

د طبیب کـار نده دونیـا مـي مخ تـه مـه اړوۍ
طبیب هـم وار پرېښـی نده همـغه ګران وهـلی

نن سبا خـلګ ټول ویـده دي د یو کاڼي لانـدي
دومره درانه دي خوبه وړي مي ګریـوان وهلـی

خبر لاندي چي حالات داسي پر کـومه درومـي
زه هیر له تا یم په سحرا کي یم پیزوان وهلی

ماته جونګړه کي له درد سره خوشحال یمه زه
په سترګو نه وینم بیلتون سره مي ځان وهلی

حنانراده هره ګړۍ مه راته وایه د زړګي خبرې
نه مي خوښیـږی ستړی ستړی یم باران وهـلی
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

د خــوږ زړه درمـان مي نشته چي خزان وهلی

شي زرې زرې لکه آیـنه داسي مي ارمان وهلی

د طبیب کـار نده دونیـا مـي مخ تـه مـه اړوۍ
طبیب هـم وار پرېښـی نده همـغه ګران وهـلی

نن سبا خـلګ ټول ویـده دي د یو کاڼي لانـدي
دومره درانه دي خوبه وړي مي ګریـوان وهلـی

خبر لاندي چي حالات داسي پر کـومه درومـي
زه هیر له تا یم په سحرا کي یم پیزوان وهلی

ماته جونګړه کي له درد سره خوشحال یمه زه
په سترګو نه وینم بیلتون سره مي ځان وهلی

حنانراده هره ګړۍ مه راته وایه د زړګي خبرې
نه مي خوښیـږی ستړی ستړی یم باران وهـلی
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

وی ګناه مي څه ده چي ول ول دي ذنداني کړم دا خلـک پردي ژغـــوري تـا په خپله قلفاني کړم څـنګه دي تورن یا په مـلا یا په ډل بـازان کـړم مخ دي رانه ورک که چي تورن دي حـقاني کړم د ولس دا بیغوري ده ځان نیولی بل ته سـپاري ما دټولو له شر خلاص که د اوښو کارواني کړم نـه تحمت به دانسان وي نه خبـري دهـر چا وي مزدور یم مـزدوري کمه، دې خلـګو ګوماني کړم نه دونیا ده وفـاداره حنانزاده کـډي دي بـار کړه شـراره بـاچـاهي په مرګ خوښ یې جـهاني کړم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

شپه اوږده وه تورو شـپو کـي هیسـار چـا کړم

دا د ژونــد سـتړو شیـبو کي هـوښـیار چا کړم

زه سـاده بــاده سـړی پـه دښــتـو لــوی شــوم
د خپل زړه له ډک جامو نـه غورځار چـا کــړم

خوښي زما همداده د شپېلۍ سره عــادت یـم
پتکی وي په اوبښته کي د کلي بیزار چـا کړم

شپـه په تېرېـدو شوه نه کیږدۍ وي باد وهلې
اذان د ملا راغی لـه خـوبـو نـه بیدار چار کړم

را پاڅه حنانـزاده همدا دي وخت د عـبادت ده
غربت به چیرته نشي په تختونو خمار چا کړم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

وایم لیږ نـظر کړه زما د خاورو خټو کور دی

پکي اوسي دلتــه زما یــوه خــوږه مــور دی

یوه مورکۍ به سل بــچي هــم دلته ســاتي
ولـي دلســو بچـو زړه لــه کــوره تـــــور دی

که باران وي موږ ترې لاندي پــرې راڅـاڅي
ګوزران نه کـړي چي ورکـړی مــو ټکـور دی

ښــه! شیش مهـلونه بــادورانــو ټـېکـه کـړي
دفقیر ورانه خیمه دجنغوځیـو پکي زور دی

نه مو میـنه نه مـو ژوند د باچا خـیـال کي
لـه جـونـګړي مـو وتـلی پـه آس سپــور دی

ته لا خوښ نه یې حنانزاده په خواره مېله
لویه خدایه! ورکړې جنتونه ښه دسـتور دی
شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

عبدالغفور حنانزاده

چــي خپلوان مي په وژلو کي خوند اخــلي ګــیله نشتــه له پردیــو چـي پــه دار شــوم هره مــور د خــپل اواد پــه درد کــي ژاړي شوم پـیدا په ژړاګـــانو چـي پــه لار شـوم ما وېل دا عمر به خفـګان سره عــادت کـم خو ونه شوه سـوي زړه لره په کـــار شـوم پــه قــبرونو کي مـي اول قـبر زمـــا کــړې دا ځکـه چـي د اغیار په لاس بــیمار شـوم نه کاڼي اوازونه نه چاړه ویلـــی حــق شي چا په لاره لاړم له ځان څخه بـیزار شــوم زما حنانزاده په وینو رنګ ده هر یو بـوټی نړۍ راته په زور ده دکلی نه اوزګار شـوم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

چــي خپلوان مي په وژلو کي خوند اخــلي

ګــیله نشتــه له پردیــو چـي پــه دار شــوم

هره مــور د خــپل اواد پــه درد کــي ژاړي
شوم پـیدا په ژړاګـــانو چـي پــه لار شـوم

ما وېل دا عمر به خفـګان سره عــادت کـم
خو ونه شوه سـوي زړه لره په کـــار شـوم

پــه قــبرونو کي مـي اول قـبر زمـــا کــړې
دا ځکـه چـي د اغیار په لاس بــیمار شـوم

نه کاڼي اوازونه نه چاړه ویلـــی حــق شي
چا په لاره لاړم له ځان څخه بـیزار شــوم

زما حنانزاده په وینو رنګ ده هر یو بـوټی
نړۍ راته په زور ده دکلی نه اوزګار شـوم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالغفور حنانزاده

چي شـوې روان د زړه ارمان راسره پریږده

زړه مي چووي خپل دردمان راسره پریږده
 
تا دي منزل موزې پــښو کـړې سفـري شوې
نو په تصــدیق دي بیا زمان راسـره پریږده
 
شته ګـلان چي بلبـــلان ورته پېښـــې کړي
زه دي ګـل یم ټـول مــیدان راسـره پریږده
 
ته مــرغه شـوې د ســـحرا په شـاړو بـوټـو
ســتاسو امـانت لـکـه لقــمان راسره پریږده
 
زه بـه تـل درتـه دوعا پــه تور ماښــام کړم
په نظـر کاته دي افغانــستان راسره پریږده
 
په تلو، راتـلو دي صـدقه ملــنګ ته سـپـارم
که ځې رخصت غواړې جهان راسره پریږده
 
زړه دي کلک که حــنانــزاده فـــکر به نــکړې
زه ستا یم ژوند ښکلی دوران راسره پریږده