د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالغفور حنانزاده شعرونه

غزل

خواږه لـفظونه دي خـواږه لکه شــیراب ښـکاریږی

زړه مي ټکور کړي هغه ټول راته حجاب ښکاریږي

خوښ مي هیڅ نه دي میخانې سـړه ساحیه لرمه
هغـه پخـوانی پښـتون بشـر لکـه کتـاب ښکـاریږي

د لمر په وړانګو باندي پټ لکه سپوږمۍ د ماښام
د غره په سر باندي ولاړ مي د مـهراب ښـکاریـږي

داسي خامـوش به ترې بهـتره له هـر چا یمـه ښه
یم خـود غرضـه په جونـګړه کـي شباب ښـکاریږي

دلته څوک شـته چي حـنانـزاده سره الو پالو شي
سهار ماښام ورته په سترګو کي عیاب ښــکاریږي
د شاعر نور شعرونه ←