د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالغفور حنانزاده شعرونه

غزل

چــي خپلوان مي په وژلو کي خوند اخــلي

ګــیله نشتــه له پردیــو چـي پــه دار شــوم

هره مــور د خــپل اواد پــه درد کــي ژاړي
شوم پـیدا په ژړاګـــانو چـي پــه لار شـوم

ما وېل دا عمر به خفـګان سره عــادت کـم
خو ونه شوه سـوي زړه لره په کـــار شـوم

پــه قــبرونو کي مـي اول قـبر زمـــا کــړې
دا ځکـه چـي د اغیار په لاس بــیمار شـوم

نه کاڼي اوازونه نه چاړه ویلـــی حــق شي
چا په لاره لاړم له ځان څخه بـیزار شــوم

زما حنانزاده په وینو رنګ ده هر یو بـوټی
نړۍ راته په زور ده دکلی نه اوزګار شـوم
د شاعر نور شعرونه ←