د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالغفور حنانزاده شعرونه

غزل

وایم لیږ نـظر کړه زما د خاورو خټو کور دی

پکي اوسي دلتــه زما یــوه خــوږه مــور دی

یوه مورکۍ به سل بــچي هــم دلته ســاتي
ولـي دلســو بچـو زړه لــه کــوره تـــــور دی

که باران وي موږ ترې لاندي پــرې راڅـاڅي
ګوزران نه کـړي چي ورکـړی مــو ټکـور دی

ښــه! شیش مهـلونه بــادورانــو ټـېکـه کـړي
دفقیر ورانه خیمه دجنغوځیـو پکي زور دی

نه مو میـنه نه مـو ژوند د باچا خـیـال کي
لـه جـونـګړي مـو وتـلی پـه آس سپــور دی

ته لا خوښ نه یې حنانزاده په خواره مېله
لویه خدایه! ورکړې جنتونه ښه دسـتور دی
د شاعر نور شعرونه ←