د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدلوهاب څاروان

د عبدلوهاب څاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 زما د ژوند خواږه له تا سره دي

خواږه له تا تراښه له تا سره دي 
 
د سړی زړه لکه غلبل سوري کړي
داسي تيره باڼه له تا سره دي
 
نظر د سترګو پکی کار نه کوي 
دا څنکه تور ويښته له تا سره دي
 
زما د نورو سره کار نه شته دي
زما خو بد او ښه له تا سره دي
 
زما د زړه کور دي پری ټول تالا کړو
د اداګانو غله له تا سره دي
 
واېي څاروان دا څنګه سره اننګي
ګل نه پاسته پاسته له تا سره دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 ستا خوږې خوږې کیسې ځان سره وړمه

ستا د کلی خاطرې ځان سره وړمه

بې ریشتې دې ووم ده زړه کور ته راغلې
اوس چې ځمه نو ریشتې ځان سره وړمه

ستا د مینې په رنجوو مې تورې کړی
خپلې سترګې او لېمې ځان سره وړمه

بې صبری به ران هېڅ کله ونه شی
بې حسابه اوصلې ځان سره وړمه

تش لاسونه دی له در نه بېرته نه ځم
ستا د مینې خزانې ځان سره وړمه

زه خو ځم نه ایسارېږمه څاروانه
د یادونو ورځۍ شپې ځان سره وړمه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 زما هر څه ېي کنه

ته خو مي زړه ېي کنه 

سپوږمۍ اسمان کينشته
هغه خو ته ېي کنه

ژوندون دي خوږ کړو راته
څومره خوړه ېي کنه

بيلتونه ته مي وژني
تيره چاړه ېي کنه

څنګه چي مخکي ولي 
اوس هغه نه ېي کنه
 
څاروانه مينه ستا ېي 
ته څومره خه ېي کنه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 ما د مینې سزا وار کړی زه مجرم یم

ما منصور غوندې په دار کړی زه مجرم یم

ما د حق نارې په چغو چغو کړی 
هلې راشې ما سنګسار کړی زه مجرم یم

چې یاد ګار د ابراهیم چانه هیر نشی
ما هم اور ته ور ګذار کړی زه مجرم یم

ما له کور کلی نه وه شړی سحرا ته
لیوانیانو کی مې شمار کړی زه مجرم یم

زه څاروان د جانان مینې ته تسلیم شوم
راشی زر می ګرفتار کړی زه مجرم یم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 ستا په تمه تمه می اشنا خوری ځوانی شوله

تيره زندګی شوه په ما تيره زندګی

هڅی می عبث ګلی په تا پسی خواری شوله 
ښکلی د ښکلا غوند ناز غوندی ادا غوندی

ژوند می د تيار تيار راشه د رنا غوندی 
حال ته خو می ګوره اوس خانی می ملنګی شوله

مه وای چی ځمه زه ګلی کنه مره مه زه
ستا په جدای کی به څه په ژوند کومه زه

شم به ليونی که دی را پاتی جدای شوله
ناز اخلم ادا اخلم نوم د پاک الله اخلم

ګرځم پير فقير پسی هذ چا نه دعا اخلم
ځکه ما څاروان باندی د خدای مهربانی شوله
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 زار دي له سينګاره ګلالۍ به درنه جوړه شی

مه ږده شنه خالونه شين خالی به درنه جوړه شی

مه خيژه د خپل حسن اسمان ته راحصاره شه بيا 
به کوزيدی نشی سپوږمۍ به درنه جوړه شی

‌‌‌‌‌‌ډير راسره هغه دغه مه کوه په مينه کی
نوم به دې چالاک شې لغمانې به درنه جوړه شی

ګوره که مئين زړه می ازاردرپسی وکړلو
مات به دی غرورشی ليونۍ به درنه جوړه شی

ته خو لاوړه ېي په وړه خولګی ټپې واېي 
ستره که شوی پغله ميوندی به درنه جوړه شی

زه څاروان به دومره ‌‌‌‌‌‌‌ډيره مينه درته درکړم چی
ځان به درنه ورک شی ښاپيرې به درنه جوړه شی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 ټپې واېي سندري واېي ما ياده وي

سپوږمي سره خبري واېي ما ياده وي

دژبي د خوږو په فصاحت ېي زه پوه نه شوم 
چي څه واېي جوړي واېي ما ياده وي

زما د محبت قيمت ېي ندي غوره کړي 
ګوهر که ملغلري واېي ما ياده وي

غرور ېي د ځواني طاقت کي دمره دي راغلي 
هر چاته زوره وري واېی ما ياده وي

زما د محبت خوږو ېي ذهن داسي کړي 
که ګوړه يا شکري واېي ما ياده وي

څاروانه زه ېي پوه په دي يوه خبره نه شوم 
اشنا د اور بثري. واېي ما ياده وي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 بې کوره مسافر یم د تیارو شاته ولاړ يم

ماښام چې شی د بندو در وازو شاته ولاړ يم

دا ستا د جداېې یخی هوا یم لړزه ولې
دا ځکه دې د سپین مخ د لمبو شاته ولاړ يم

که سر ته مې خطر وی او که مال ته مې خطر وی 
تر مرګه به د خپلو پښتنو شاته ولاړ یو يم

قاتل د انسانیته د اسمان ستورو ته ګوره
زه دومره د بې شماره جنازو شاته ولاړ یم

قدم د ترقې په لار چې نه شې اخیستلې
زه داسې د مازورو بې پښو شاته ولاړ یم

څاروانه د مجاز په سترګو نه شې مالیدلې
که نه نو زه د ټولو آينو شاته ولاړ یم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 انعام د خپلي مينې نذرانه کي درکووم

دا زړه او سترګي دواړه په توپه کي درکووم

له مانه به څېپڅلې په دي ټول کلی کې نه وی
چي زړه درته په داسی زمانه کي درکووم

د سترګو له ډيوو نه دي رڼا د ژوندون اخلم
خو راز د محبت د زلفو شپه کي درکووم
 
ميدان د امتحان کی چيرته راغلي شمع مخيه
دا ژوند به مي پتنګ غوندې لمبه کي درکووم

د حسن نغمه ګره هر سوال ته دي تيار يم
جواب به په غزل يا په ټپه کي در کووم

جانان راته ويل زما ملنګ څاروانه راشه
خيرات د ديدنونو دروازه کي درکووم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب څاروان

 له هرچانه ښايسته دی ګل ورين جانان زما

دلمراو د سپوږمۍ نه دی هم سپين جانان زما

قسم دی که د بل ښکلي جمال ته سترګې واوړي
چې يو ځل چا ليدلی وي حسين جانان زما

د هغه ځای له خاورو خوشبو ئي د عطرو درومې
په کومه لار چې تللی وي عطرين جانان زما

د پاک الله په درکې او د پاک الله تر څنګه
له هر نياز بين نه مخ دی نيازبين جانان زما

د ژوند تر خې شېبې کړي خوږې راته په مينه
ملګرو والله خوږ دی تر ګبين جانان زما

که ته نه يې نو ما څاروان ته ووايه جانانه
خير څوک دی اوليين او اخيرين جانان زما