افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ما د مینې سزا وار کړی زه مجرم یم
ما منصور غوندې په دار کړی زه مجرم یم
ما د حق نارې په چغو چغو کړی
هلې راشې ما سنګسار کړی زه مجرم یم
چې یاد ګار د ابراهیم چانه هیر نشی
ما هم اور ته ور ګذار کړی زه مجرم یم
ما له کور کلی نه وه شړی سحرا ته
لیوانیانو کی مې شمار کړی زه مجرم یم
زه څاروان د جانان مینې ته تسلیم شوم
راشی زر می ګرفتار کړی زه مجرم یم