افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زار دي له سينګاره ګلالۍ به درنه جوړه شی
مه ږده شنه خالونه شين خالی به درنه جوړه شی
مه خيژه د خپل حسن اسمان ته راحصاره شه بيا
به کوزيدی نشی سپوږمۍ به درنه جوړه شی
ډير راسره هغه دغه مه کوه په مينه کی
نوم به دې چالاک شې لغمانې به درنه جوړه شی
ګوره که مئين زړه می ازاردرپسی وکړلو
مات به دی غرورشی ليونۍ به درنه جوړه شی
ته خو لاوړه ېي په وړه خولګی ټپې واېي
ستره که شوی پغله ميوندی به درنه جوړه شی
زه څاروان به دومره ډيره مينه درته درکړم چی
ځان به درنه ورک شی ښاپيرې به درنه جوړه شی