د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدلوهاب څاروان شعرونه

غزل

 بې کوره مسافر یم د تیارو شاته ولاړ يم

ماښام چې شی د بندو در وازو شاته ولاړ يم

دا ستا د جداېې یخی هوا یم لړزه ولې
دا ځکه دې د سپین مخ د لمبو شاته ولاړ يم

که سر ته مې خطر وی او که مال ته مې خطر وی 
تر مرګه به د خپلو پښتنو شاته ولاړ یو يم

قاتل د انسانیته د اسمان ستورو ته ګوره
زه دومره د بې شماره جنازو شاته ولاړ یم

قدم د ترقې په لار چې نه شې اخیستلې
زه داسې د مازورو بې پښو شاته ولاړ یم

څاروانه د مجاز په سترګو نه شې مالیدلې
که نه نو زه د ټولو آينو شاته ولاړ یم
د شاعر نور شعرونه ←