پښتو ادب · شاعران
سلګۍ ځلا
د د اغلۍ سلګۍ ځلا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ سلګۍ ځلا
هغه پرون چې مې له خوبه ويــــــــــــــــــښولې زه وم
په نه خبره به چې تل مې ژړولــــــــــــــــــــــــې زه وم
مابه چېړلې تاخندل راتــــــــــه دې هېـــــــــــڅ نه ويل
دغم په وخت کې به مـــــــــــې هم ته خندولې زه وم
دخپل ښايست په زور مې ســـــــــــــتا ځواني تباکړه
چې مې په خپــــــــــــــــــل ښايســـــت رټلې زه وم
ستاپرسپين مخ به مې دخړوخاوروګرد چــــــــې وليد
مابه په کــــــړس کړس وخــــــــــــــــــــــندلې زه وم
ته د ځوانۍ په خوندهېڅ پو نشوې چـــې څرنګه وي
بس دځوانۍ په جوش کې بوډا کــــــــــــــــولې زه وم
نن درنه غواړمه بخښنه که لايقه مــــــــــــــــــې ګڼې
دمينې وخت کې ستا زارۍ مې ردولـــــــــــــې زه وم
نن دسلګۍ سترګوکې اوښکې اوسلــــــــګۍ وګوره
چې اداګانې به مې تل پرتاپلورلــــــــــــــــــــې زه وم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ سلګۍ ځلا
افغانستانبشپړ شعر ولولئ
افغانستان
د اغلۍ سلګۍ ځلا
چې دځمکې پرسر پروت دى خو اوچت لکه اسمـــان
دنړۍ پرسر يې نوم دى هم لري نوم اونشــــــــــــان
داسې ښکلى نوم لري چې دالف په توري پيل شـي
کوو فخرپرې چى دى افغانستـــــــــــــــــــــــــــــــان
منظروته چې يې ځيرشې نوپاريس به درنه هېرشـي
داسې لوړ لوړ لري غرونه هم سيندونه يــــــــې روان
خو افسوس! چې يوافت اوس پـــــــــــــــرې نازل دى
دا افت مونه پرمال اړ نه پرځـــــــــــــــــــــــــــــــــــان
اى افغان سترګې وغړوه پاڅـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
جنګ راغلى ستا انګړيې دى ميـــــــــــــــــــــــــــدان
ټول ولس ژاړي په په چيغو اوسلګيـــــــــــــــــــــــــو
اوښکې څاڅي د(ځلا) ديديې نکوي چشمـــــــــــــان