د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ سلګۍ ځلا شعرونه

غزل

هغه پرون چې مې له خوبه ويــــــــــــــــــښولې زه وم
په نه خبره به چې تل مې ژړولــــــــــــــــــــــــې زه وم


مابه چېړلې تاخندل راتــــــــــه دې هېـــــــــــڅ نه ويل
دغم په وخت کې به مـــــــــــې هم ته خندولې زه وم


دخپل ښايست په زور مې ســـــــــــــتا ځواني تباکړه
چې مې په خپــــــــــــــــــل ښايســـــت رټلې زه وم


ستاپرسپين مخ به مې  دخړوخاوروګرد چــــــــې وليد
مابه په کــــــړس کړس وخــــــــــــــــــــــندلې زه وم


ته د ځوانۍ په خوندهېڅ پو  نشوې  چـــې څرنګه وي
بس دځوانۍ په جوش کې بوډا کــــــــــــــــولې زه وم


نن درنه غواړمه بخښنه که لايقه مــــــــــــــــــې ګڼې
دمينې وخت کې ستا زارۍ مې ردولـــــــــــــې زه وم


نن دسلګۍ سترګوکې اوښکې اوسلــــــــګۍ وګوره
چې اداګانې به مې تل پرتاپلورلــــــــــــــــــــې زه وم

د شاعر نور شعرونه ←