د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ سلګۍ ځلا شعرونه

غزل

جوړوم دمخ تصويردې رايادېـــــــــــــــــــــــــــږي
ځان مې هېردى خدايګودامې نه هېــــــــــــرېږي
 
ستادفکرسمندرباندې لاهويــــــــــــــــــــــــــــم
لکه زګ مې هېڅ په لاس نه رارسېــــــــــــــږي
 
که مې يوځل دهغه ديدن نصيب شـــــــــــــــــو
خواروزار ځواني مې ګل پشان غوړېــــــــــــــږي
 
زړه کې دى ،په خوله مې دى ،ذهن کې دى وي
هم په ويښه اوهم خوب کې مې يادېــــــــــــږي
 
هغه ورځ مې تصورکې داانځورشــــــــــــــــــول
يارپه مخ کې مې ولاړ وي اوخندېـــــــــــــــــږي
 
زه رښتياوايم ته يې ګپ ګڼې جانـــــــــــــــــانه
ته به ګورې زما رح به رخصتـــــــــــــــــــــــېږي
 
چې مې بنده شي سلګۍ دستوني منــځ کې
بيازمادمينې زور درمعلومېــــــــــــــــــــــــــــږي
 
بيابه ګورې دانړۍ هغه به نـــــــــــــــــــــه وي
دځلابه پسته ژبه دريادېــــــــــــــــــــــــــــــږي
د شاعر نور شعرونه ←