افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
افغانستان
چې دځمکې پرسر پروت دى خو اوچت لکه اسمـــان
دنړۍ پرسر يې نوم دى هم لري نوم اونشــــــــــــان
داسې ښکلى نوم لري چې دالف په توري پيل شـي
کوو فخرپرې چى دى افغانستـــــــــــــــــــــــــــــــان
منظروته چې يې ځيرشې نوپاريس به درنه هېرشـي
داسې لوړ لوړ لري غرونه هم سيندونه يــــــــې روان
خو افسوس! چې يوافت اوس پـــــــــــــــرې نازل دى
دا افت مونه پرمال اړ نه پرځـــــــــــــــــــــــــــــــــــان
اى افغان سترګې وغړوه پاڅـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
جنګ راغلى ستا انګړيې دى ميـــــــــــــــــــــــــــدان
ټول ولس ژاړي په په چيغو اوسلګيـــــــــــــــــــــــــو
اوښکې څاڅي د(ځلا) ديديې نکوي چشمـــــــــــــان