د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

دلاور پرديس

د دلاور پرديس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

که هر ځل ورسره  و وينې هر مرو به دي وخندوي
دلاور پرديس په يوه ډيره غريبه او ناتوانه کورنۍ کي زيږيدلى دى  محتر م پرديس  د خداى بخښلي عبدالرحمن زوى او د خداى بخښلي بهاؤالدين لمسى  نوموړى په ١٣٦٦لمريز ليږديز کال  په خپل پلرني ټاټوبي فراه پشت رود ولسوالۍ نعل دښت کلي کي زيږيدلى دى  .
د مهاجرت کلونه يې په ايران  کي  تير کړل  د ژوند ناخوالو او ستړياوو تر هلمند ولايت پوري  راوستل .پرديس  د ماشومتوب زياته برخه په بزګري کي تيره کړې  د کار تر څنګ يې  لومړنۍ زده کړي  د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي په ښونځۍ کي  ولوستلې
منځنۍ زده کړي يې د لښکرګاه په مرکزي ليسه کي پيل کړې .
له ماشومتوبه يې د شعر سره ليونى مينه دلوده لومړى شعر يې د( مور) تر سرليک لاندي په يوه سيمه ايزه مشاعره کي ولوست چي ډير وستايل سو
موري چي زړګى دي ازار نه کړمه
خپل ژوندون په هيڅکله خوار نه کړمه
ستا دعا دي ماته سي ډيوه د لاس
بې له دې رڼا تلل په لار نه کړمه
نوموړى په ١٣٨٤ لمريز ليږديز کال کي فرهنګي ډګر ته راغلى چي د هلمند پر اسمان د يوه ستوري په څير و ځليدى .
د ستړي ژوند په هر حال کي يې د فرهنګي هڅو څخه لاس ندى ټول کړى
په دې ارمان چي د هيواد هره سيمه د پرديس غوندي ځوانان ولري

په پښتني مينه
احمدشاه پاڅون

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

انتظاربشپړ شعر ولولئ

انتظار

دلاور پرديس

ما درته فرش كړلې جانانه په ګلونو لاري
راسه خوشحاله يې كړه په خپلو قدمونو لاري

چي د راتلو زيرى دي وسو هك حيران سومه زه
ورو ورو منزل ته رسېدې د ارمانو نو لاري

ما چي زړګى دركى او تا پرې سرې لمبې بلي كړې
مينه كي بېلي سوې د سوال او ځوابو نو لاري

خو بيا مي هم نه سي باور چي تا به وګټمه
زه  د فرهاد  غوندي كه وباسم تر غرونو لاري

ژوند ته مي نه پرېږدي زما ليونى فكر وايې
راځه پرې څومره ښايستې دي ديادو نو  لاري

ستا صداقت به لكه غر سي ترېنه لري پاته
مخ ځني اړوي پردېسه د وختونو لاري

۳۰\۹\۱۳۸۴

اوبهبشپړ شعر ولولئ

اوبه

دلاور پرديس

چښلي مي د خاورو په جامونو كي اوبه
خوښيږي مي په ټولو نعمتونو كي اوبه

تا ونيولم له لاسه  زه پر حال د ډوبېدو وم
تعبير يې راكه وينم په خوبونو كي او به

جوړه به د جانان سره کړم لاس په دُعا پورته
هلمنده تل دي غواړمه سيندونو کي اوبه

د تورو  زلفو سيوري كي دي مخ داسي معلوم سو
كټ مټ لكه په تورو تورو  غرونو كي اوبه

بېلتو ن غماز هجران رقيب هيڅ نه راته ښكارېږي
زړګى مي سو د يار په ستمونو كي اوبه

اشنا د هجرشپو كي ديدن راوړى تر پردېسه
قسمت راته پيدا كړې په اورونو كي اوبه

۲۹\۱۰\۱۳۸۴
ديار كلىبشپړ شعر ولولئ

ديار كلى

دلاور پرديس

هر مازديګر يې د ديدار په نوم دى
خلكو دا كلى مي د يار په نوم دى

ځكه بې واره پر تندي اوريدل
کاڼى يې هر يو د سنګسار په نوم دى

ډېر لوني ورڅخه سر ټكوي
مينه كي خوند د انتظار په نوم دى

زړګيه شپه او ورځ كه نه پيژنې
زلفي يې شپه مخ د سهار په نوم دى

ورته كتى نه سم ليمې مي سوځي
 او ر يې بل كړى د سينګار په نوم دى

د ژوند ساعت د خو شحالۍ ملګرى
ديار پر شونډو د اقرار په نوم دى

پردېسه ځكه درته بيا راغلمه
ښكلى موسم د نو بهار  په نوم دى

۲۸\۴\۱۳۸۵

يادګاربشپړ شعر ولولئ

يادګار

دلاور پرديس

زه يې ديدن ته وم راغلى د مودو نه وروسته
جانان مي داسي راته وويل د سلګو نه وروسته

د زړه پر کور مي باچاهي اوس د ارمان چليږي
د وران د ظلم پکښې تېر سو اُميدو نه وروسته

زما ګناه نه ده اى خلکو ملامت نه يمه
ګلاب د هر سړي خوښيږي د خوشبو نه وروسته

وخته چي څومره دي زموږ په زړونو لوبي وکړې
خو بيا هم شمعه پتنګ غواړي د لمبو نه وروسته

که د غرور سر عاجزۍ ته ټيټ سو څه پروا کړي
د کبر جام لري ارمان نسکوريدو  نه وروسته

جانانه ستا پښتنو سترګو  نوى رنګ پيدا کى
چي دي پردېس کړمه قبول د قسمو نه وروسته

٣\٣\١٣٨٦

بس دىبشپړ شعر ولولئ

بس دى

دلاور پرديس

زړه مي پوهيدلى د جانان خبري نه غواړي
بس دى  بس دى  نوري د ارمان خبري نه غواړي

ګل چي د بهار مو سم كي پاڼي پاڼي ولوېږي
هغه د بلبل او د باغوان خبري نه غواړي

زړه خو مي د يار ډېرو  وعدو اوس صبر كړى دى
سترګي هم د اوښكو د باران خبري نه غواړي

زه د سر نه تيروم كه اشنا مي وفا كړې واى
چا ويل چي پردېس به د تاوان  خبر ي نه غواړي

۱۶\۷\۱۳۸۴

تللى اشنابشپړ شعر ولولئ

تللى اشنا

دلاور پرديس

زړګيه نور اشنا  موندلاى نه سې
راغى  بېلتون ترې خلاصيدلاى نه سې

د ديدنونو  وروسته ورك سو جانان
د ژړا وروسته يې هيرولاى نه سې

زړګيه قدر دي  سو كم تر اغزي
د ګل په څنګ كي دريدلاى نه سې

بس دى خوبونو كي مي مه زو روه
ياره په ويښه چي راتللاى نه سې

د زړه محل كي دي عزت ليدلى
د اشنا غمه ستنيدلاى نه سې

زه به دي هير نه كړم په ټوله ژوندكي
دا ته مي ولي يادولاى نه سې

پردېسه مځكه باندي كښېږده قلم
تصوير د ښكلي جوړولاى نه سې

۳۰\۸\۱۳۸۴

مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

دلاور پرديس

د دې دُنيا هغه سړى مي سړي خُور ګڼلى
چي مينه نه پيژني زړه باندي مي تو ر ګڼلى

دا ستا په سر كه دار ته پورته سم پروا نه لرم
يو  افتخار دى ياره تا ولي پېغور ګڼلى

چا كړل اوبه د ورور په وينو د وطن فصلونه
چا د زړه بڼ د محبت په نوم سمسور ګڼلى

تل د ګلاب په شان ښايست او خو شبوئي به لري
 چي خړي خاوري چا د ځان لپاره كور ګڼلى

حالاتو  وركړل پرهرونه د پردېس زړګي ته
بس يوه مينه مي پر هر لره ټكور ګڼلى

۲۶\۱۰\۱۳۸۴

وفابشپړ شعر ولولئ

وفا

دلاور پرديس

كله وي زيات اوكله كم دى ما قرار نه پرېږدي
پوهيږم نه چي د چا غم دى ما قرار نه پرېږي

ډېر وفادار دى رسوي به مي تر قبره پوري
زما د عمر سره سم دى ما قرار نه پرېږدي

د زخمي زړه په پرهرونوكي مي څه لټوي
شيندي پرې مالګه كه ملهم دى ما قرار نه پرېږدي

زه خو پښتون يم د ميلمه غم درناوي كومه
افسوس چي ده كړى قسم دى ما قرار نه پرېږي دي

نن مي په خيال كي تصوير وليد ومي نه پيژندى
ويل د پردېس څنګه قلم دى ما قرار نه پرېږ دي

۲۶\۴\۱۳۸۵

زارۍبشپړ شعر ولولئ

زارۍ

دلاور پرديس

نه عذاب نه بُتخانې زما په كار دي
نه شراب نه پيمانې زما په كار دي

نه مي خوښ دى انتظار ستا د راتللو
نه رباب نه ترا نې زما په كا ر دي

مخ پټ نه كړې هسي نه چي ليونى سم
نه نقاب نه زولنې زما په كار دي

ما په مينه درته راوړى خو تا وويل
نه ګلاب نه نښانې زما په كار دي

زه دي ښكلو اننګو كي نور څه وينم
نه كتاب نه افسانې زما په كار دي

پردېس ځاى غواړمه ستا د زړه په كور كي
نه ځواب نه بهانې زما په كار دي

۴\۹\۱۳۸۵

پردېسبشپړ شعر ولولئ

پردېس

دلاور پرديس

رنګ ته يې وګوره لكه مړى دى
كوم بې رحمه زړه ورڅخه وړى دى

وخت كي د وصال ګونګ سي هيڅ نه وايي
يار يې څه جا دو ور باندي كړى دى

خود به وي تر هر چا زور يدلى ډېر
دا د مينه ناك جهان وګړى دى

لاره يې يوه زړه ته پيدا نه كړه
ځكه خو سكون نه لري ستړى دى

خلكو نور تر ميني كړئ قربان پردېس
دغه ده چا ړه او دغه پړى دى

۳۰\۲\۱۳۸۶