پښتو ادب · شاعران
شعیب احمدحیدري
د شعیب احمدحیدري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
ښاغلي شعيب احمد حيدري دنورمحمد حيدري زوى په كال 1369 دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ دكندې په كلي كې دتلې په 17 زيږيدلى دې . په 1376كال كې دخيرخانې 12نمبر ښوونځي كې شامل شو. او اوس دحبيبيې عالي لېسې ديوولسم ټولګي زده كوونكى دې . دښوونځي زدكړو ترڅنګ دآرياپرودكشن دوبلې په برخه كې هم كار كوم .
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شعیب احمدحیدري
كلي مو وران شو اوښارونه مـــــــــــــو وران شـــــوي
دنفاق په اوركې سوځو چې دازړونه مو وران شوي
نه آورم شپلۍ دشپونكي خوله ده چــــا تــــــــړلـــــې
آواز دسيتار چپ دى چې سازونه مـــــو وران شوي
چې هريو مازديګر به دمنګيو پرې شــــــور جــــوړؤ
اوس نشته هغه پيغلې ګودرونه مو وران شــــــــوي
نه شته لاچي لونګ اونه پاولي په ټټر ښكــــــــاري
دناوې په تندي كې شنه خالونه مو وران شــــــــوي
چې وګورمه تا ته اى كنـــــــــډر كنــــــــــډر وطــــــنه
اوس ژاړه حيدري چې لا نيتونه مو وران شــــــــوي
نيمګړى كورګىبشپړ شعر ولولئ
نيمګړى كورګى
شعیب احمدحیدري
ترشنه آسمان لاندې
درڼو اوبو په غاړه
ما اوتا
چې
دمينې دكورګي
هغه ودانۍ جوړوله
هرمازديګر به موچې
دګودر په غاړه
دښكلو ښكلو نازكو بوټو ترڅنګ
به موچې دمينې نوي نوي ګلان
دزړونو
په كرونده كې كرل
ستادمړوند دبنګړو شرنګ
زمانه به يې دآدم
درباب ترنګ هيرولو
اوس داكورګى
راته نيمګړى
ښكاري
ستاسترګې درقيب
ملتياښيئ
زړه دې له مانه
بيلتيا ښيئ
خونه!
ستادمينې لګيدلى اور
زما په خوار زړګوټي
لا ګړندى شو
په نورو
مينو سړيدلې نه شي
خو زړګي مې دومره په آسانه
صبريدلى نه شي
داكورنيمګړى پريښودلى نه شي
دمينې كور دبل چا سره
بيا جوړولى نه شي
زما ننګرهار كېبشپړ شعر ولولئ
زما ننګرهار كې
شعیب احمدحیدري
زما ننګرهار كې
همېشه بهار كې
تل وي سپرلى
په دې لعلزار
كې
ښكلي يې روان دي مست
رودونه
لري دميړانې سپين غر
غرونه
ښكلي شنه دچمو څخه
باغونه
دبلبلو په نښتروكې دسندرو
آوارونه
دنارنجو دونو شنې پاڼې
دګلابو سره ګلونه
خپروي په هره خوا عطرونه
دپريشانو زړونولپاره وركوي احساس
دونو ترڅنګ كټونه
داوبو منګي ورسره ښكلي
جامونه
له هېره وباسي دساقي
دميو خمونه
لرې كوي دزړه غمونه
ډېر لري دابڼ صفتونه
خلاصيدلى نه شي په دې څو
كرښو كې
زړه مې غواړي چې
په كې تېر كړم ډېر
وختونه
ښكل كړم دادنرګس
ګلونه
وستايم دارغوان ګلونه
ووياړم دياسمن ګلونه
هرچاته به يې كوم دمينې
نكلونه
چې وكړي د ديدن لپاره يې
په زړګوټي كې آرمانونه
دوړكتوب يادونهبشپړ شعر ولولئ
دوړكتوب يادونه
شعیب احمدحیدري
راته راياد شول
دوړوكتوب يادونه
هغه دكلي كور دژوند
وختونه
زمونږ دكلي دپيغلوټو
چنارو كې اوږده ټالونه
داپه حجروكې
دسيتار سازونه
دمشرانو په سرونو باندې
داجګې جګې شملې
هادكوچيانو
رمې
هادشپونكي دشپلۍ
غږونه
چې رانه وړل به يې
دزړه دردونه
چې اخستلو به مو
ترې رنګ په رنګ
خوندونه
خو اوس هيڅ نه ښكاري
راته
مګر له ياده مې
وتلي نه دي
ستا هاغه خواږه
وختونه
له مينې ډك ډك زړونه
خو هيرولى نه شم
ګرانه هېواده!
دادرقيب ظلمونه
داناعلاج زخمونه
دادجابرحكمونه
چې يې دركړي تاته
په زخمي زړه
داغونه
سوى كورګىبشپړ شعر ولولئ
سوى كورګى
شعیب احمدحیدري
داسوى كـــورګــــى مې دجوړېدلو نه ده
دميـــــنې كيــــــسه مې داوريـــدلو نه ده
نورمې پـــــه زړه ټپونه مــــه راكـــــــــــوه
حال مې قسم چې دلـــــيـــــدلـونـــــه دى
مينه دې لاركــــــــــې پريښودلى نه شم
داګوټ دزهـروزمـــــــا دڅښلو نــــــه ده
آشـنا نورمــــــــه كــــوه پرماظــلمــونـــه
دغــــه ملنـــــــــــګ خـــودشړلو نــــــه ده
اغياره زمونږ پرمنځ دې څه ليـــــــدلي
داخواره ځالــــه دورانېـــدلـــو نــــــــه ده
زما دايــــــــــــــوه خبــــره نـــه آورې څـــه
ګـــــوګــــــل مې ستانه دبيليدلو نــه ده
راځه چې جوړ كړو سره دمينې كورګى
نـــــــورمــې اوردســــړېـــدلـــو نـــــــه ده
راته ډيــــــــــــره ساده ښـــــــــــكاريـــږې
دحيدري مينه خودكړيـــدلـــــــو نــه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شعیب احمدحیدري
ساقي يم څه دزاهـــــد تقوا خونـــــه يـــــم
ملنګ يم ستا، څـــه ګــــدا خونــه يــــــــم
دعشق په ساحل مې بيړۍ ډوبــــه شــوه
غرق په درياب داوښكويم لا فنا نه يم
سترګې دې پريږده زړه رانه لمبــه كړي
تاغوندې انسان يم څه بريښنا نـــــــه يم
زړونه يو مينه مو يوه پروا دچانه كـوم
آخر مين ستادوصال يم دبل چانه يــــم
راځه چې زړونه يوبل سره جرګه كــــړو
ستانه بغير په ژوند ګوره هوسا نه يــم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شعیب احمدحیدري
خماروسترګو كې دې څه شرر ويــــنم
په كتو كتوكې دې دميو اثــر ويـــــنم
ګلورينو زلفــــو كـــې دې زړګـــــــۍ!
دخپل زړه كـــــښــول هنــــــر ويــــــــنم
دطوفاني مينې دې څـــــه مــه وايـــه
په خپله داوښـــــــكو سمندر ويــــنم
تياره ماښام دى په هـــــــــــــــر لـــور
په ماسحر دى وړانګه دلمر ويـــنم
آخرزنداني دعشق په قـــــفس يــــم
په زړه كې مې دچا دزړه سر وينم
نشه یمبشپړ شعر ولولئ
نشه یم
شعیب احمدحیدري
نشه یم دڅښلو نه يې انكار نــــــــــــــــه كـــــــــوم
مين يم چــــــــــــاتـــــــــــــه يــــــــــــــــې اقرار نه كوم
ستاخوږې مينې نه لوګى لـــــــــــوګــــــــــــى شم
بغير له تانه په ژوند اعتبار نـــــــــــــــه كـــــــــوم
يوڅه نظر زما په حال خــــــــــــــو وكــــــــــــــــــــــړه
بڼوال يم خودبڼ نه دګل وار نــــــــــــــه كــــــــــوم
عشق طوفاني شو تميدلى نــــــــــــــه شــــــــــــــي
مينه مې سپېڅلې ويره له دارنـــــــــــه كــــــــوم
وخت دخفګان نه ده په جرګه به ســــــــــلاشــــو
ګرانې يو وارهو كړه بيا تلوار نـــــــــــــه كــوم
لاس په زړګي ولاړ اختيار مې ستا په لاس
مينه ترپاى رسوم كوم بـــــل ګفـــــتار نه كوم
ستادكلي ملنګي منم داستـــــــــــالپــــــــــــاره
آخر حيدري يم مينه دبازار نــــــــــــه كــــــــــوم
داوښكو جامونهبشپړ شعر ولولئ
داوښكو جامونه
شعیب احمدحیدري
ښايسته اوربل ته دې ګــــــــلونــــــه راوړم
ترې جوړه وه يې اميـــــــلـــــــونـــــــــه راوړم
لــــــــږخــــــــــــــو نظر پــــــــه لورزما كړه آشنا
تاته دزرو تـــــــــاويــــــــــــزونــــــــــــــــه راوړم
سترګې مې ستا دراتلو لارې څـــــــــــاري
درته په مينه كې خونــــــــــدونـــــــــه راوړم
زما اوستا مينه خو روا ده ګـــــــــرانـــــــې
درته داوښكو مې جـــــــامــــــونـــــه راوړم
حيدري مه ولـــــــــــه دزړه پــــــــــــه غــــــشو
په مينه مينې ته دمينې آرمانونه راوړم
دمينې نظمونهبشپړ شعر ولولئ
دمينې نظمونه
شعیب احمدحیدري
په ژيړ مازديګر كې
دبام سرته چې
راوختې
ماليدلې
سترګو مې ستا سترګو ته
كتلې
خوته مغروره وې
زما حال ته دې نظر نه ولو
په كرشمو كرشمو لاړې
زه دې پرېښودم له ستورو او
آسمان سره
له سوچونو او سوداګانو سره
بيا مې ستالارڅارله
اوبيامې ستاپه لورې كتلې
خو هيڅ هم نه ول
ستا په يادمې ټوله شپه
ترسهاره پورې
بې خوبي وكړله
په زړه كې مې د ډيوې ترڅنګ
له تانه ګيلې كولې
بيامازديګر ترڅنګ دګودر
ستا دراتلو شيبې مې شميرلې
خوته ، چې راغلې ماته دې سم دواره ګيلې
وكړې
او ودې ويل، چې ها مازديګر
ډېرې به دې راته ښيرې كړي وي
خوڅه وكړ
ظالمه ميره او ورورمې څاري
نه ، خو داسې نه وه ، چې ته وايې
پوه يم دكلي كور پيغورنه
په ګودر كې دنجونو شورنه
بيا به يې رسوا كړي
وو په ټول كلي
بيابه نه وه زما اوستا دادګودر
سيلونه
هغه ستا دسروبنګړو
ډك مړوندونه
دخندا ډكه خولګۍ
سپين لكه واوره غاښوونه
اوزما دشپلۍ
آوازونه
چې تاته يې دركول دمينې الهامونه
اومابه ترې ليكل دمينې
نظمونه