د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شعیب احمدحیدري شعرونه

غزل

ساقي يم څه دزاهـــــد تقوا خونـــــه يـــــم
ملنګ يم ستا، څـــه ګــــدا خونــه يــــــــم


دعشق په ساحل مې بيړۍ ډوبــــه شــوه
غرق په  درياب  داوښكويم  لا فنا نه يم


سترګې دې پريږده  زړه رانه لمبــه كړي
تاغوندې انسان يم څه بريښنا نـــــــه يم


زړونه يو مينه مو يوه پروا دچانه كـوم
آخر  مين ستادوصال يم دبل چانه يــــم


راځه چې  زړونه يوبل سره جرګه كــــړو
ستانه بغير په ژوند ګوره هوسا نه يــم

د شاعر نور شعرونه ←