د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شعیب احمدحیدري شعرونه

نيمګړى كورګى

ترشنه آسمان لاندې
درڼو اوبو په غاړه
ما اوتا
چې
دمينې دكورګي
هغه ودانۍ جوړوله
هرمازديګر به موچې
دګودر په غاړه
دښكلو ښكلو نازكو بوټو ترڅنګ
به موچې دمينې نوي نوي ګلان
دزړونو
په كرونده كې كرل
ستادمړوند دبنګړو شرنګ
زمانه به يې دآدم
درباب ترنګ هيرولو
اوس داكورګى
راته نيمګړى
ښكاري
ستاسترګې درقيب
ملتياښيئ
زړه دې له مانه
بيلتيا ښيئ
خونه!
ستادمينې لګيدلى اور
زما په خوار زړګوټي
لا ګړندى شو
په نورو
مينو سړيدلې نه شي
خو زړګي مې دومره په آسانه
صبريدلى نه شي
داكورنيمګړى پريښودلى نه شي
دمينې كور دبل چا سره
بيا جوړولى نه شي

د شاعر نور شعرونه ←