د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدالله ارمان

د محمدالله ارمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

محمد الله ارمان د پښتونخوا دچارسدې د ولسوالۍ د رزړو دکلي دى چې ډېره ښايسته شاعري لري .
يو تعليم يافته شاعر دى ، په انګلش کې يې ايم اى کړې ده او  ، ايم بى اى يې په نيوهيمپشاير ماننچيسټر ( امريکه ) کې کړې ده .
درې کتابونه يې ( صرف مينه )  ( دجندي غاړه ) او ( چېړنې ) . چاپ شوي دي او يو منظومه افسانه ( درکړې درکړې ) يې ناچاپ کتاب دى . بايد يادونه وکړم چې دغه اخيري چاپ کتاب (( چيړنې )) يې د نن نه دولس کاله مخکې چاپ شوى دى چې د ښاغلي ارمان عمر به هغه وخت نه پوهېږم څو کاله و او اوس به نو سپين ږيرى وي ، دوه درې کاله مخکې په سور اوړي کي په ټکنده غرمه کې مونږ يوڅو ملګري دښاغلي ارمان  ليدو ته دنوړي کلي  (( رزړو)) ته ورغلي وو خو له بده مرغه چې نوموړى مو ونه موند هغه په لاهور کې دکوم سرکاري دفتر نوکري په غاړه لري   .
دنوموړي ديم کتاب چېړنې زما مخ ته پروت دى زه يې د کتاب انتساب او يو څو دشعرونو نمونې ستا سې مخ ته ږدم زما زړه دى چې يو څه يې په دغې دوه کتابونو ( دجدي غاړه ) او ( چېړنې ) باندې وروسته کله چې وخت پيدا کړم وليکم .
پټه دې نه وي پاتې چې د محمد الله ارمان شعرونه او دهغه په اړه هڅ رنګ ليکل ما په پښتو پاڼو که هغه د لرې پښتونخوا پښتنو جوړې کړي او که دبرې پښتونخوا پښتنو ونه ليدل نو ځکه مې په بيړني ډول غوره وګڼله چې د نوموړي يوڅه آثار او ليکل په انټر نيټ کې موجود وي که څوک يې په پښتو ګوګل کې نوم ورکړي چې يوڅه خو په لاس ورشي .
په مينه او مننه

نصرت الله الهام   ---- کابل افغانستان

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله ارمان

دخپل احســــاس په اور کباب يمه زه
خپل انا نه پـــه عـــــــــذاب يــــمـــه زه

وخت تېرېدو سره وړوکى شـــــــومه
لږ و اوبو کې هم غرقـــــــابيــــــمه زه

په قلار کېنه بس دى مه مې چــــېړه
لېونۍ ډېر خراب تــــــــراب يـمه زه

ستا دعزت په خـــــــاطــر غلى شمه
ګينې هر يو سوال ځــــــواب يمه زه

چې دضممير شيشه کې او ګورمه
دا خلق ښه دي او خــــــــراب يمه زه

ارمانه بس که ناشـــــــکري مه کوه
خلکو ته ووايه کامــــــياب يمه زه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله ارمان

دچا دزړه بې وفا سيـــمــــــــې تــــــــه بـــــه نــــــه راځمه
دهغې ښکلې بلا سيمې تــــــــــــه بـــــــه نــــــــــه راځمه

که ډېر خراب يمه رســــــــوايــــــمـــه بــــــدنـــــامه يمه
ستا دماشومې ريــــــــــا سيمې ته بـــــــــه نـــــــــه راځه

دبې حيا نوي تهذيب رڼــــــــــا مې نـــــــــــه ده پــــکار
دړنده وونکې ځــــــــــــلا سيمې تـه بـــــــــــه نه راځمه

تاسو خپلوان يئ زه يواځې درکې غـــــــــــــير اوخـتم
ددې ناجاڼې ادا سيـــــــــمې تـــــــــــه بـــــــه نــه راځمه

ځان به دخداى په لوى جهان کې چرته ورک کړمه زه
ارمانه ستا نا شنا سيــــــمــــــې تــــــــــه بـــه نه راځمه

زر ها که توره شپه وه صباوون به ورتــــــــــــه مـــــا وې
سکون مې هغوى لوټ کړو چې سکون به ورته ماوې

چې خاورې مې راواړولې چــــــــــا بـــــــــه اميــــدونـــو
په بقو سترګو ړوند ومه ژوندون به ورتـــــــــه مــاوې

داستان نه مې نوم اوويستو اخر هغې بــــــــــتـــــانــــو
تخليق چې دټول ژوند دشواخون به ورته مــــــــــاوې

بس هغه مې پکار شو په بې وسه تنــــــهـايــــۍکـــې
دوصل په نشه کې چې بېلتون به ورته مــــــــــــــاوې

بې وخته دې خوشکر دى ساده ارمان هوښيـــار شو
مني اوس هغه هرڅه چې پرون به ورتـــــــه مـــا وې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله ارمان

د وسواسونو نه وېـــــــرېـــــــږمـــــه زه
خپلو خيالونو نه وېــــــــرېـــــــږمـه زه

ضميره کاش چې ځواني مرګه وى ته
ستا دټکونو نه وېـــــــــرېــــــــــږمـه زه

زما ګناه دې هغوى نـــــــــه کمـــوي
له غيبتونو نه وېــــــــــــرېــــــږمـه زه

تنهايي مه پرېږده دخداى په خاطر
خپلو سوچونو نه وېــــــرېــــــږمه زه

خاونده واخله رانه هوش وحواس
زړو يادونو نه وېــــــــرېــــږمــــه زه

مخ دبې مخه راپه مخــــه نــه شي
دبهارونو نه وېـــــــرېـــــــږمــــه زه

ارمانه هسې نه بدنــــــامـــه شمه
ستا دشعرونو نـــــه وېــرېږهم زه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله ارمان

په ما دخپلو اوميدونو انــــــحـــصــــــارمــــــــه کــــــوه
زه لاروى يمه په ما باندې اعتــــــــــبارمـــــــــــــه کـــوه

زه هواګير حسن پرسته بــــــــــې عـــمــــلـــــه شـــــاعـر
دومره مې فکر په دې فکر خوار وزار مــــــــــه کـــــوه

تسلي مه ورکوه زړه لــــــــــه پــــــــــــه دروغـــــو زمـــا
رښتيا ، رښتيا وي د رښتيا و نه انکار مــــــــــه کـــوه

برداشت به اونه کړي زما دزړه نــــــــازکـــــه شيــــشه
د چا په لمسه په دومـــــــــره سخــــــت ګوزار مه کوه

په دې لــــــږ ژونـــــــــد کې به چاچا سره پښتو کومه
په سترګو ، سترګو کې دخپل غرض اظهار مه کوه

په وېره کده کې درباب او چنګ خـــــبـــــــرې کــــوي
رنګينه زړه مې راته رنګ په رنګ خبرې کــــــــــــوي

سيلۍ دصبر به زما وينه تر څـــــــــــو يخـــــــــــــــوي
شرارتي سترګې دې بيا دجنګ خبـــــــرې کـــــــــوي

هسې بدنامه يمه زه چې ګـــــــــــوزاره نـــــــــه کــــوم
خواخوږي خلک راته رنګ په رنګ خبرې کـــــــوي

زه يم چې هغه بې پښتو ســــــــــــره پـــښـــتــو کـومه
په محبت کې څوک دنــــــام او نــنــــګ خبرې کوي

ويښته يې سپين شو د ځوانۍ دوريې لاړو تېر شو
ارمان  اوس هم د لېونو په منګ خـــــــبــــرې کوي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله ارمان

يو اشارت د تــــــــــــباهـــــــــــۍ پـــــه کمر اودرولم
دتـــــــــاتـــــــــريــــــــــن په ژۍ دخلکو نظر اودرولم

عقل مې شل شو مخکې روستو چرته تللى نه شم
دژوند کړکيچو په يو داسې ډګـــــــــــر اودرولـــم

زما زړګيه رب دې عمـــــــــــر لــــــــه نـــــاښاده لره
زه دې دداسې بــــــــې لحـــاظـو په در اودرولـــــم

زه دحيا د وجې چپ ومه خـــــــامـــــوشـــــــه ومه
ډېر شرافت دبې خوندۍ په نګر اودرولـــــــــــــم

ارمانه نن چې ددنيا د لوبو ټـــــــــــوقـــــو يــــمه
خپلو بې سره خواهشاتو په ســــــــــر اودرولـم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله ارمان

يوې بـــــې خــــــــيره تمـــــــنـــا دکـــــاره وويستمه
خپلې زخــــــــمــــي ، زخـــمي انا دکاره وويستمه

يو خوا زما ساده خـلوص دى بلخوا شوخه مکيز
په ايمان ووايه چې چـــــــا لـــــه کــــاره وويستمه

د وسوسو په ګردابونو کې مې ســـــــر اوچورلي
او تر اوتـــــــــره شمــــــه تــــــــا دکـــاره وويستمه

په ابتدا کې لـــــــــوړې، لــــــوړې ارادې وې زما
دترنم ډکې خــــــــــــندا دکـــــــــــــــاره وويــستمه

قلاره ومه دې ارمــــــــانـــــــه نــــازولى شان زړه
دمحبت نا اوزګارتــــــــــيا دکـــــــاره ووستـــمه