افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په وېره کده کې درباب او چنګ خـــــبـــــــرې کــــوي
رنګينه زړه مې راته رنګ په رنګ خبرې کــــــــــــوي
سيلۍ دصبر به زما وينه تر څـــــــــــو يخـــــــــــــــوي
شرارتي سترګې دې بيا دجنګ خبـــــــرې کـــــــــوي
هسې بدنامه يمه زه چې ګـــــــــــوزاره نـــــــــه کــــوم
خواخوږي خلک راته رنګ په رنګ خبرې کـــــــوي
زه يم چې هغه بې پښتو ســــــــــــره پـــښـــتــو کـومه
په محبت کې څوک دنــــــام او نــنــــګ خبرې کوي
ويښته يې سپين شو د ځوانۍ دوريې لاړو تېر شو
ارمان اوس هم د لېونو په منګ خـــــــبــــرې کوي