د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غزت الله ځواب

د غزت الله ځواب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

ښاغلي بوش ته وايم!بشپړ شعر ولولئ

ښاغلي بوش ته وايم!

غزت الله ځواب

بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غــــــــــوږ ونــــــــــــيسه
زما خوږو خوږو ترخو ټكو ته غــــــــوږ ونـــــــــــــيسه!
ته خو نه خداى يې نه دې مخ كې د خداى نور ښكاري
زما شمشاد درته وړوكى كوه طـــــــــــــور ښــــــــكاري
فرعون نشته دى خو تا ځان نه فرعون جـــــــــــــوړ كړى
اوس درته ځمكه كې دا هر انسان تربور ښـــــــــــكاري
بيا دې د چا په وينو خپله تنده ماته كــــــــــــړلــــــــــــه
بيا دې لاســــــــــونــــــو كې نيولى خنجر سور ښكاري
بوشه خپه نشې يـــــــــو څــــــو ټــــــكو ته غوږ ونيسه!
بيا په بام وختې د كوم يو غـــــــــريــــــــــب څار كوې ته
بيا به په كوم كلي د سرو ګولو بمبــــــــــار كـــــــــوې ته
دا چې ټول تا وژلي تا به لـه ګرېـــــــــوانـه نـــــــــــــيسي
بيا به په كومه خولـه د دوى لـه مرګ انــكار كوې ته؟
بوشه خپه نشې يو څو ټــــــــــكو تـــــه غــــــوږ ونيسه!
زلمي يې وژنې چې عراق كې پېغـــــــــلې بـــــيا وژاړي
الله دې مړ كړه، چې دې خپل بچي پــــه تـــــــــــا وژاړي
په تا دې مور، په تا دې خور په تـــــــــــا دې نيا وژاړي
د بې ګناه خلكو مرګونو كې خپـــــــــل ژونـــــــــد لټوې
ته خپله راغلې زمونږ لاره دې پردو تـــــــــــــه وركــــــــړه
خداى خبر څه خاطر لپاره دې پــــــــــردو ته وركـــــــــــړه
دا دې لـه مونږه سره څنګه دوستــــــــانـــــــــه شروع كړه
مونږ پښتانه يو زمونږ خاوره دې پــــــــــــــردو ته وركړه
غرونه دې وويشتل بمونـــــــــه دې پـــــــــــــــــرې وورول
ترې دې نښتر ورېبل واوره دې پـــــــــــــردو تـــــه وركړه
بوشه خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونـــــــــــــــــــــــيسه!!
لېونى شوى يې قبرونو كې خپل ژوند لټـــــــــــــــــــــــوې
د رڼاګانو لـه ښاېستـــــــــه ښـــــــــــــــــــــاره راووتــــــــــلې
زمونږ په تورو دېوالونو كې خــــــــــــــــــــــپل ژوند لټوې
بې وسه خلك دې لـه خوږې ګوتې څــــــــــــــــنګ ونيول
په څو ډالرو باندې زړونو كې خپل ژونــــــــــــــــد لټـوې
بوشه خپه نشې يو څو ټكو تــــــــــــه غـــــــــــوږ ونــيسه!
دورځ لـــــــــــــه اليكترونــــــــــي مجـــــــــلى نـــه په مننه.
دمصدر لپاره لطفا په لاندي لينك باندي مږي ته ټك وركړۍ

پيسې!بشپړ شعر ولولئ

پيسې!

غزت الله ځواب

پيسې منم،چې دژونـــــــــدون قيــــــــــــزه لــــه تاسره ده
رڼاله تاسره ده،توره شپه لـــــــــــــه تـــــــــــــاســــــــــره ده

چې مې په كار يې نو،لولۍ دچاکـــــــــــيسه كې نه يې
اوس مې په جيب كې،خومې هم كيــــــــنـه له تاسره ده
په تاكارونه دثواب اوعـــــــــــــــــــــــــذاب دواړه كېږي
ته چې له چاسره يې بس کيـــــــــــسه لــــــــــــه تـاسره ده
تاچې لري هغوۍ مونځونه كـــــــړي زكــــــات وركوي
داميدونودورتلوكعبــــــــه لـــــــــه تــــــــــــــــاســــــره ده
زمونږه ځمكه،زمونږغرونه مونږنه تاواخيـــــــــــستل
زمونږدڅنګ ملګري وروڼه  مونږنه تاواخيــــــــــستل
تا په جنګ واړولوتا پـــــــــــه تــــــــــــــــپووويــــــــشلو
زمونږخيبر زمونږ قامونه مونـــــــــږنــــه تــاواخيستل
دښارله ښكلوسره غاړه غړۍ نه شوكـــــــــــــــــيـــــداى
دڅوشېبومحبتونه مـــــــــونــــــــــږنـــــه تــــاواخيستل
زمونږايمان زمونږه زړونه مونـــــــــږنـــــه تاواخيستل
زمونږدبام په سرګلونه مونـــــــــــږنـــــــــه تاواخيستل
پېسې منم چې دژوندون قــــــــــیــــزه لــــــــه تــاسره ده
رڼاله تاسره ده،توره شپـــــــــه لــــــــــه تــــــــــاســـــره ده
پېسې داستاپه مدارټوله نړۍ وڅـــــــــــــرخـــــــېــــــده
ډېره مجبوره شوله، ډمه جنۍ وڅـــــــــرخېـــــــــــــــــده
ماته يې نن مازيګرسترګوكې خبـــــــــــرې وكـــــــــړې
ماته هم نن مازيګر پاس په بلۍ وڅــــــــــــــرخېـــــــــده
سترګې يې وږې دي ګلاب افغانستان څه كــــــــــــوي
ښه ورته ګوره ستالرونكي خاوندان څه كـــــــــــــــــوي
ستاخاوندان خپلوبچوته كمپيوټرزده كــــــــــــــــــــوي
زما دكلي ببرسري مـــــــــاشـــــــــومــــــــان څــــــه كوي
څه كوي ماڅه كوي؟يارمې هم داستـــــــــا نــــــوكردى
ته ورته ګرانه يې زماغوندې جانان څـــــــــــه كــــــــوي؟
شرمېږي نه په ديوثۍ باندې ډالــــــــر ټـــــــــــولـــــــوي
هغوی دپلارنيكه غيرت څه كړي،ايمان څــــــــه كوي؟
خوپېسې تاچې لري هغه ارام نه لري خـــــــــوب نه لري
په خداى باوروكړه چې ټكی ســــــــړيــــتـــــــــوب نلري
ته ترېنه لاړې خودله ځانه سره ګوتې شـــــــــــمـــــــاري
تالېوني كړل كنه نورڅه ليــــــــــونـــــتـــــوب نـــــه لري
پيسې منم چې دژوندون قيــــــــــزه لــــــــه تـــــــاسره ده
رڼاله تاسره ده، توره شپه له تـــــــــــــــاســــــــــــــــــره ده
داتاپسې خلك  ديــــــــــــــواوبــــــــل پــــــــه كوراوړي
منډې وهي ځمكې تـــــــــه نــــــــــه ګوري، پراوراوړي
دابه منو،نن سـبا هريـــــــــــوكـــــــــارپــــــه تـــاكيــــږي
څوك يې په نغدوخلاصوي اوپه چــــــــاپــــــــوراوړي
كه محكمه كې دې قاضي صاحب ته پيســې وركړلې
كه ملامت هم يې په بل چـــــابــــــانــــــــــدې تـوراوړي
دهريوجرم ابتدا،انتـــــــــهــــــــاتــــــــــــــــــاســـــــــره ده
وفاله تاسره ده،هم جــــــــــــفـــــا لـــــــه تـــــاســــــــره ده
دخداى په ځمكه كې دځمكې دعوه ګيرخدايـــــانــــو
تاسې پيسې باندې انسان نه سم حيوان جـــــــــوړوئ
نړۍ كې خلك جنګوئ اوتماشه يـــــــــې كــــــــــــــوئ
دامنيت په نوم مدام دجنګ پــــــــــــلان جــــــــــوړوئ
تاسې داجوړ، راورانوئ اوكه نه وران، جـــــــــــوړوئ
تاسې اوخداى چې دابه تاسې سره څوك ومنــــــــــــي
چې دې وران افغانستان نه به جــــــــاپــــــــان جـوړوئ
امنيت له تاسره دى،هم شورا له تــــــــــــاســــــــــــره ده
ساين اوكوساين رياضي، فزيك،كيميا له تاسره ده
خواى د،دولت اودپيسوپه زورمغروره يــــــــــــــــــاره
ستاپه څېرډېرپه پښوراغلي په سروتــــــــلــــــــــي دي
دسكندرنه ترګورګين،بياكيوناري مكنـــــاټـــــــــــن،
په شوق راغلي، خوبيابېرته په توبوتـــــــلـــــــــــي دي
چاځان وژلى څوك مات ګوډپه تېښته وتښــــتـــېدل
پېسې ترې پاتې دي تورمخ لكه دغلوتـــــــــــلـــي دي
ځمكه له تاسره ده،پاس فضاله تـــــــــــــاســــــــــــره ده
پوهه له تاسره ده، بس دنياله تـــــــــاســــــــــــــــــره ده،
سوالونه تاسره دي،ځواب لـــــــــه تـــــاســـــــــــره دى،
ګناه له تاسره ده، عذاب له تــــــــــــاســـــــــــــــــره دى.
چې پيسه نه وي اعتبارنه وي، بـــــــــــاورنـــــــــه وي
دهغوخلكوخوشحالي نه وي، اخـــــتــــــرنــــــــه وي
زمونږغټ خېټي مشران يې حال نه، نه خبــــــريــږي
داشېبې کمې وي چې ماباندې محـــشــــــــرنــه وي
ملامت نه دي پښتانه چې چـــــــاتــــه ست نــه كوي،
په كوركې توره نه وي جومات كې يې ممبــرنه وي
په ماهم دا فرض ده،چې خلك له ريښتيا خبـــركړم
زه خوملامت نه يم،شـــــــــاعــــرخوپيغمبرنـــه وي.

زه چې کله زانګمه ټالۍ کړمهبشپړ شعر ولولئ

زه چې کله زانګمه ټالۍ کړمه

غزت الله ځواب

زه چې كله زانګمه ټـــــــــالــــــۍ كـــړمــه
زړه كې دچا،يادډولۍ ډولۍ كـــــړمــــه


كوركلي كې ښكليوباندې وګـــــــــرځــم
لږه لږه مينه ورډالــــــــــــــــۍ كـــــــــړمــه


بيابه څانګې وكړم راشين بـــــه شــــــــــم
بيا كه چرته مات باران ګلۍ كــــــــــړمــه


بيابه پرګنۍ په ډول راټولې كـــــــــــــــړم
بيابه زركې مستې په شپــــــــېلۍ كــړمه


زه اوسېږم په تصويركې لــــيـــونى شوم
دخپل زړګي په ويركې لـــــيـــــونى شوم


ستادنوم ګردانولوستــــړى نـــــه كـــــــړم
په همدغه صرف ميركې ليونى شـــــــوم


دسپين غرخمارسندرې راډالـــــــۍ كړې
په شمشاداوپه پامير كې ليـــــونى شوم


ملنګان به رانه ډېرې منــــــــډې وكـــــړي
دميالي بابا ځنځيركې ليـــــــونى شـــوم


چې په خپل سکني ورورمې ډزې وكړې
ستا دپلارټوپک يم ديرکـې ليونى شوم


يوالهام راته دشپې په خــــــوب كې وشو
ځوابګله په شبګيردې ليــــــونـــــى شوم

زه چې هوښيار شومه کم عقل شومهبشپړ شعر ولولئ

زه چې هوښيار شومه کم عقل شومه

غزت الله ځواب

زه چې هوښيار شومه نو پوه شوم چې کم عقل شومه
اوس راته لار ښایی ملګرو! ځان ته قهر راځي
دې هوښيار توپ له سړيتوب ځنې ويستلی يمه
زهرو نه تريخ شاتو نه خوږ جانان ته قهر راځي
زه یې د سپين مړوند له خوب ځنې ويستلی يمه
ځکه زړګي کې مې دې هر انسان ته قهر راځي

درۍ څلور خبریبشپړ شعر ولولئ

درۍ څلور خبری

غزت الله ځواب

دالته چې راشي فقط راوړي درې څلور خبرې
لکه ماشوم ته چې ور زده کړي خپله مور خبرې
وايي چې سوله راولو کله چې راشي نو بيا
کړي د موټر او څوک د جونو څوک د کور خبرې
عجيبه خلک دي د ژوند له رازه نه دي خبر
چې پرې ترخې لږي زمونږد ټنګ ټکور خبرې
مونږ په همدې اور کې رالوی شو پکې وسوزېدو
ته راته مه کوه د سور دوزخ د اور خبرې
ښکلي ته ښکلی او بدرنګ ويلی نه شو
خاونده څو پورې به وي دلته د زور خبرې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

چې جدا شوى يم له تانه، زړه مې وچاودېده
لېونى شوى يم جانانه، زړه مې وچاودېده

دخداى لپاره ما مياعلي بابا ته ورسوه
راسره ځان وتړه ګرانه! زړه مې وچاودېده

دا دووسان رقيبان سور دوزخ ته ورسوه
ژره شه! را ولوېږه اسمانه! زړه مې وچاودېده

پرما يې ناز وړلو ماهم ورباندې ناز كولو
په ټوكو، ټوكو كې شوه ورانه، زړه مې وچاودېده

څوك لا راغلي نه وي تا وي زړه كې ځاى وركړى
د ځواب وران افغانستانه! زړه مې وچاودېده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

لکه میــــــده میــــــــــده باران شېبه شېبه ورېږي
نن مې په زړه باندې جـــانان شېبه شېبه ورېږي


د بیلتانه د تصــــــــور انځـــــور مې مخې ته دی
ځکه مې اوښکې په ګرېوان شېبه شېبه ورېږي


زمـــــــا د کلي د ارمــــــــــان للمې به وکړي ګلان
جونې خــــــوشاله دي اسمان شېبه شېبه ورېږي


د غمازانو به پردې باندې هم وچـــــــــوي زړګي
دواړه یو لاس په لاس روان شېبـــه شېبه ورېږي


د محبت د جــــــــــوارۍ میدان کې بند پاتې شو
ګته دې سر وخــــــوري تاوان شېبه شېبه ورېږي


د پښتنــــــــو په چاپېریال کې ځواب مینه کوي
پکې دلوی خطرامـــــــــــکان شېبه شېبه ورېږي

افغانستانبشپړ شعر ولولئ

افغانستان

غزت الله ځواب

يوڅوک سپېره افغانستان نومېږي
ټولې نړۍ ته سلامونه کوي
لاپه ملامات دى لاجيګ شوى نه دى
لا پرهرونه يې دردونه کوي
ديموکراسۍ لکه امساپه لاس کې
داهم ترتاسې پورې راوستلو
څو ځل راولويدو راپورته شولو
شو  راروان څادريې واغوستلو

 

چابه ليدلى وي اوچابه نه وي
خوپه نامه يې هرسړى پېژني
هغه راغلى څه ويل غواړي
هغه هم وخت پېژني ځاى پېژني
هغه دهېچا پېژنده نه غواړي
هغه يو ځان پېژني خداى پېژني
                                   

زه نورې ستاسې او دهاغه ترمنځ
دا غزېدلې فاصلې لنډوم
هغه راغلى دى راغواړمه يې
دانتظار ترخې شېبې لنډوم
                    


دغه دې ودرېدمه غوږ ونيسئ
زما خبرو پورې و نه خاندئ
خدايږو چې ټول به له ايمانه خلاص شئ
پدې سندرو پورې و نه خاندئ 
                                   


له سلامونو نه به تېر شو سره
خپل دپېړيو پېړيو کتاب پرانيزم
وروسته خبرې به بياوروسته کوو
اوس ننى پرونى باب پرانيزم
دسحر باديمه په غرونو ګرځم
چېرته رېدى چېرته ګلاب پرانيزم
 دچايوسوال وه راته خوله تړلې
اوس يې دهغې په ځواب پرانيزم
زماويده زخمونه مه ويښوئ
ګنې  پاڅېږم انقلاب پرانيزم
                                   


دا د بيان د ازادۍ دور دى
د څه ويلو اجازه غواړمه
يا به دنورو جنازې وباسم
يا نوره خپله جنازه غواړمه
زه بيا ابدال او ميرويس خان زېږوم
زه بيا هماغسې مزه غواړمه
زه بخارا او سمرقند ته ځمه
زه په جېلم کې دروازه غواړمه
                                   

نوره نه کېږي دننه زړه مې شين دى
خيرکه دلته ودرېدل زماتوهين دى
هغه ماچې پرې ملکونه فتحه کړى
هغه اس مې هم بهر ولاړدى زين دى
                                   


هاغه چې مخکې مې پيداشو پرون
نن يې وزرونه کړي بر ولاړ دى
هغه چې ماورته خبرې ښودې
نن هماغه زماپه سر ولاړ دى
زما شمله سرنه لوېدلې نه ده
زما پامير ولاړ، سپين غر ولاړدى
دوى سره پورې اباسين نه څوک دى
دلته شمشاد ولاړ خيبر ولاړ دى
پرون له ماسره لښکر ولاړ و
خو نن له تاسره لښکر ولاړدى
                                   

دانن چې چاروانې کړي  لوبې
ما دغه لوبې په اکثرو کړي
دوي په وسلو او الوتکو سمبال
خو ماپه تورو او په زغرو کړي
دوي تاريخونه په فلمونو جوړئ
خوما دا هرڅه په سندرو کړي
راځه چې اوس دې پکې وګرځوم
څانګې مماڼو او ګورګورو کړي
زما دا ټول غرونه له مينې ډک دي
چغې يې زرکو او تنزرو کړي 
                                   


توبه ګار شوى که انګرېز راغلى
دلته ظالم پاچا چنګېز راغلى
ماترېنه هېڅ ګټه لېدلې نه ده
که بېنظيره که پروېز راغلى
لږ په ارام شئ لږه سا واخلئ
اول کې هريو سړى تېز راغلى
                                   

دغم په پړي مې مرۍ مه تړئ
ماته داوښکو غاړکۍ مه تړئ
زه د نړۍ د بادارۍ لايق يم
ماپه ځنځير د غلامۍ مه تړئ
ستاسې په منځ کې پښتونواله نشته
ستاسې شملې نشته، پګړۍ مه تړئ
ټوله نړۍ به ترېنه اور واخلي
داورپه خېټه کې نړۍ مه تړئ
زماکوچى غرور په زمکه لوېږي
زما په د ښتوکې کېږدۍ مه تړئ
                                   

ما د سرو شونډو محبت کړى دى
ما ترډيلي پورې حکومت کړى د‌ى
داسې بې لاسو بې پښو نه ومه
ما د هندوانو امامت کړى دى
آن د ايران تر اصفهانه پورې
ما څومره اوږد سلطنت کړى دى 
                                   


اوس په دې حال يم د بچو له لاسه
نور په زوال يم د بچو له لاسه
مړه بس هرسړى په ماکې ګرځي
داختر ټال يم د بچو له لاسه
خېر دى په ما غريب لږ زړه وسېزئ
اوبال اوبال يم د بچو له لاسه
نورې دا خرې لغتې مه راکوئ
درته په سوال يم دبچوله لاسه
                                   


زما دښار واړه واړه ماشومان
په لار  روان خلک له خپو نه نيسي
قومندانان په لنډکروزر کې ګرځي
خو يتيمان خلک له خپو نه نيسي


سوالګر ډېر شوي دي ډوډۍ غواړي
که نه؛ نومرګ غواړي زندۍ غواړي
مشران ډالرو باندې نه مړېږي
خواران يوه يوه روپۍ غواړي
                                   


بچي مې تښتي راته مور نه وايې
هيڅوک  دې خپل وطن ته کور نه وايې
دملايانو درته هيڅ نه وايم
يو افغان بل افغان ته ورور نه وايې
دشاعرانو دې هم ملا ماته شي
چې سپين ته سپين او تور ته  تور نه وايې
                                   


زه لوى تاريخ لويه کيسه لرمه
پاکه سپېڅلې عقيده لرمه
په اسماني کتاب ايمان لرمه
خداى ته پينځه وخته سجده لرمه
                                   


زما کلتور ته درناوى ولرئ
د چا  کورونو ته دشپې مه ورځئ
چېرته به شپون راغه کې ځان تودوي
بلو اورونو ته دشپې مه ورځئ
څوک به مو روغ په مرکنډۍ وولي
بندو ورونو ته دشپې مه ورځئ 
                                   


زه دښمنان لرم خپلوان مې نشته
رقيبان ډېر دي ؛ خو ياران مې نشته
زه دخپل ځان يوځاي کېده غواړمه
يم په ټوټو وېشلي ځان مې نشته
خوښه موهرڅه چې کوئ راباندې
تڼۍ تڼۍ يمه ګرېوان مې نشته
په خداي باور وکړئ ګيله مې وشي
هېڅوک د ګټې او تاوان مې نشته
                                   


اوس داپوښتنه زه له تاسې کوم:
ځنګل ځنګل نښتر مې چا يوړل؟
هغه ياقوت اوزمرودمې څه شول؟
چامې له غرونو نه په غلا يوړل؟
                                   

بس دا دنيا راته ځنګل ښکاري
په کې انسان پاڅي انسان وژني
دابه د چا آزار د چا ښېرې وي
چې مې په خپلو کې بچيان وژني
دهغوى غوښې به لېوان وخوري
هر  څوک  چې مـا افغانســــتان  وژني

غز لبشپړ شعر ولولئ

غز ل

غزت الله ځواب

چې په ځان باندې ګومان تاته راځي

نو به ما پسې ارمان تاته راځي

پيره ستا په دعاګانو مخکې لاړل
تاسره دي مريدان تاته راځي

خوشالېږه خوشالي به دې نصيب شي
که خپګان کوې خپګان تاته راځي

که له خرو سره وې خره به درنه تاو وي
که انسان شولې انسان تاته راځي

رقيبان به لکه سپي درپسې غاپي
چې د ګل غوندې جانان تاته راځي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

جانان منمه، خو رقيب نه منم! 
دا په کې هېڅ په کوم ترتيب نه منم 
 
مسلمانانو کې شتمن نه منم! 
په انسانانو کې غريب نه منم! 
 
چې کله ستا مخالفت کومه! 
بيا به؛ نو برخه د نصيب نه منم! 
 
زه تل په خپله خوښه شعر ليکمه
فرمايشونه د اديب نه منم! 
 
زما د زړه جومات کې جمعه ورکړه 
بغير له تا نه بل خطيب نه منم! 
 
ملا ويل کور، کالي، ډوډۍ غواړمه 
خو کمونست ډاکټر نجيب نه منم!
 
ځواب د مينې ناروغي لرمه!
ښکليه ته راشه طبيب نه منم !