د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه

غزل

لکه میــــــده میــــــــــده باران شېبه شېبه ورېږي
نن مې په زړه باندې جـــانان شېبه شېبه ورېږي


د بیلتانه د تصــــــــور انځـــــور مې مخې ته دی
ځکه مې اوښکې په ګرېوان شېبه شېبه ورېږي


زمـــــــا د کلي د ارمــــــــــان للمې به وکړي ګلان
جونې خــــــوشاله دي اسمان شېبه شېبه ورېږي


د غمازانو به پردې باندې هم وچـــــــــوي زړګي
دواړه یو لاس په لاس روان شېبـــه شېبه ورېږي


د محبت د جــــــــــوارۍ میدان کې بند پاتې شو
ګته دې سر وخــــــوري تاوان شېبه شېبه ورېږي


د پښتنــــــــو په چاپېریال کې ځواب مینه کوي
پکې دلوی خطرامـــــــــــکان شېبه شېبه ورېږي

د شاعر نور شعرونه ←