پښتو ادب · شاعران
یوسف خدمتګار
د یوسف خدمتګار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د پيدا کيدلو ځای : دکنړو نو ښکلی ولايت د نرنګ د سمی لمټک کلی . د پيدا کيدلو نيټه : د ١٣٣٤ کال د مرغومی ١١ نيټه د ١٩٥٥ م کال د جنورۍ لومړۍ نيټه . ټولنيز وضع : په يوه بي وزلی کورنۍ کې زيږيدلی دی . د پلار نوم يي محمد سيفور زوی او د پلار طرفه د مزدور خان دمور له طرفه دکيجانخان چی دواړه ورونه اؤ دمحمد افضل خان زامن اومحمد اکرام خان د زوی عمر خان لمسی ؤلمسی دی . مورنۍ ژبه پښتو . زده کړې : لومړنه اؤ دوهی زده کړی ئي د کنړونه د نرنګ په ليسه کی پای ته رسولی اؤ د لوړی زده کړی لپاره د افغانستان جمهوريت د پوليسو اکاډمی ته شامل اؤ د همدغه اکاډمی ليسانسه . اؤ په ١٣٥٨ اؤ ١٣٥٩ کلونو کی ئي د افغانستان د خلکو د موکراتيک د اجتماعی اؤ سياسی علومو انستيتوت په بری سره پای ته رسولی دی . په ١٣٦٢ اؤ ١٣٦٣ کلونو کی ئي د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د څارندوی اکاډمی د کميسارانو مسلکی پوهنځی د دوهم ځل لپاره د علمی اؤ مسلکی پوهی د لوړولو په غرض لوستلی دی . کورسونه : په ١٣٥٦ کال کی د ملګرو ملتونو د سازمان UNDCP له خوا په کابل کی د مخدوره موادو د کشف اؤ کنترول ميتوديکی مسلکی کورس اؤ هم د ماسکو په ښار کی د جنائي جرمونو د کشف اؤ عامه امن اؤ نظم د ټينګښت عالی کورس په برياليتوب سره لوستلی اؤ د ملګرو ملتونو له جوړو شوو دريو بيلو بيلو ورکشابونو اؤ علمی سيمارونو کی ئي ګډون کړی دی . چاپ شوي اثار : د نوموړی ډير شعرونه ادبی ټوټی علمی اؤ ټولنيزی مقالی د ننګرهار په ورځپانه د څارندوی په مجله اؤ د هېواد په نورو ورځپانو کی چاپ خود وخت د سياستونو سره د نه ورتوالی له کبله په ځانګړی ډول ندی چاپ شوی . دا دی دنومړی ځل لپاره ( هيلی هاندونه اؤ ارمانونه ) چی د نوموړی د ژوند قيصه د حال په ژبه بيانوی ګرانو لوستونکو ته ته وړاندی اؤ په نيږدی راتلونکی کی زما قيصه په عنوان لنډی قيصی چاب اؤ ګرانو وطنوالو ته وړاندی شی . دولتی دندی : دهلمند ولايت دامنی قوماندانی د مخدور موادو د کنترول د شغبی غړی مرستيال اؤ مدير - د نيمروز ولايت د څارندوی قوماندان - د ننګرهار ولايت د څارندوی د سياسی چاروامر - د افغانستان دموکراتيک جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د کشف رئيس - د افغانستان جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د مخدوره مواد اؤ قاچاقو دکنترول رئيس ٠
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
د لوی افغان وطنهبشپړ شعر ولولئ
د لوی افغان وطنه
یوسف خدمتګار
زما جانان جانان وطنه د جانان وطنه
د لوی افغان وطنه
له اباسينه تر امو جنت نشان وطنه
د لوی افغان وطنه
ته تمدن د اريانا ايخانم وطنه
ستا منډيګک د ارغنداب که وسپړم وطنه
ویاړم په دی چی ستا بچی یمه سستان وطنه
د لوی افغان وطنه
ستا هره پاڼه ماته لوست د شجاعت راکوي
ننګ او غيرت ستا عظمت شان او شوکت راکوي
ستا هر يو کاڼی بوټی لال دبدخشان وطنه
د لوی افغان وطنه
ستا د پامير لوړې شملې ته ملامته پړ يم
د هندوکش هرې درې ته ملامته پړ يم
بخدي او بلخ مې جوړول رانه شول وران وطنه
دلوی افغان وطنه
تخت رستم ته دې له شرمه ورکتلی نه شم
ستا د بودا خاورې تالا والا ليدلی نه شم
ګرانه وطنه په ما ګران له خپله ځان وطنه
دلوی افغان وطنه
ستا د کابل بالاحصار بيااکبرخان غواړي
د پيښور بالاحصار دې دريا خان غواړې
دوطن مور غواړي ملاله ايوب خان وطنه
دلوی افغان وطنه
ستا د نوم ورکي سپاهي څلی لويدلی دی نن
د استقلال څلی په توپو لګيدلی دی نن
ښکاري له مونږه مرور غازي امان وطنه
دلوی افغان وطنه
مغل چنګيز دې په مستۍ په اکوړه را روان
د تورې شپې تور پيشو ګان دي په غرمه را روان
مړه ورته ګوري لمسي د خوشال خان وطنه
د لوی افغان وطنه
بيا د رنجت او د ګورګين لمسو يرغل کړی دی
د مکناټن او بريډن بچو يرغل کړی دی
بيا دې د دين لباس کې پلوري اخوانيان وطنه
د لوی افغان وطنه
ماته دښمن په تا راکش کړي د بيلتون کرښې
زړه او ځيګر مې سوځوي دې په لړمون کرښې
ای د صمد، ايمل روښان فخر افغان وطنه
د لوی افغان وطنه
چې ترقي د اروپا او نور جهان ووينم
ستا غيرتې بچی مړۍ پورې حيران ووينم
فکر کې ډوب شم په ژړا شم ناګهان وطنه
دلوی افغان وطنه
ستا د تدبير بچی ويده او بې خبره ښکاري
ورونه په ورنو باندې وژني دوی ته نره ښکاري
غواړي نازو د وطن مور بل ميرويس خان وطنه
د لوی افغان وطن
د خدمتګار د مينې بڼ يې سر مې ځار شه له تا
په زرکرته می ځواني نثار نثار شه له تا
ځار مې له تانه سر او ځان دين او ايمان وطنه
دلوی افغان وطنه
زما جانان جانان وطنه د جانان وطنه
د لوی افغان وطنه
له اباسينه تر امو جنت نشان وطنه
د لوی افغان وطنه
د لوی افغان وطنه
د لوی افغان وطنه
پوربشپړ شعر ولولئ
پور
یوسف خدمتګار
وران دې کلی کور دی پښتونه
لر او بر پيغور دی پښتونه
وګوره بچی دې بې کماله دی
داغ درباندې تور دی پښتونه
کور دې د لالونو خزانې لري
ستا واک پکې سکور دی
تانه رواجونه پښتو هيره ده
ژوند دې د شمکور دی پښتونه
ستا ټاټوبی بل په زور ويشلی دی
جوړ د رقيت شور دی پښتونه
واک اختيار دې نشته ته بې واکه يې
خپل کور درته ګور دی پښتونه
ټول ملکونه يو شول چې بيل شوي وو
پام دې په کوم لور دی پښتونه
ته هم د پلرو کورګی ودان کړه خپل
مټو کې دې زور دی پښتونه
وايي خدمتګاره ځه د خوشال په لار
دا درباندې پور دی پښتونه
خدای دی راولهبشپړ شعر ولولئ
خدای دی راوله
یوسف خدمتګار
خدای دی راوله په خير سره پاڅونه
خفه شوی درپسی دی خويندی ورنه
نه به خوښ ئی که خفه ئی په سفر کی
مونږه دم ګرئ په خدای کوو عرضونه
خدای دی وساته په خپل فضل کرم کی
دمطلب په لور دی ټينګ شه قدمونه
زه تر ژونده تاسی خوښ خوشحاله غواړم
تيروم ستاسی لپاره عذابونه
ستا له ټګ نه می هرات ته مراد داؤ
چی بلد شی وبه ګوری وطنونه
ما وه لس ورځی سفر درسنجولی
خبر نه ؤم چی به ټينګ وی د کانونه
د سپر لی ښکلی هوا به ژمی جوړ شی
راورپږی به شپو شپو بارانونه
نن دی ورځ ده اولسمه چی ئی تللی
زما زړه درپسی ډير کوی دردونه
اوس می ډيره تلوسه او ډير تشويش دی
لوی څښتن دی په خپل وکړی رحمونه
هم ضفيان انډيوالان دی يادوی ډير
شروع شوی دلته ستاسی مکتبونه
غفوری کاکا ته وايه سواد ژر کړی
دهغوی په کور کی هم دی تشويشونه
ځکهوضع نامطلوبه باور نشته
جوړ په هره لويه لاره پاټکونه
چی ته تللی وی ځان خپله مصروف ساتم
د زړه درديا د داشتوم ليکم شعرونه
ورونه مور دی يادوی خويندی دی ژاړی
ما نه ورکی ټولی لاری ګودرونه
له څبنتنه درته مرسته کومک غواړم
په روغتیا خښئ مو سرشه ارمانونه
چالاکی وکړه په خېر راځه خپل کورته
حرکت وکړه چی لنډ شی منزلونه
زما وطنهبشپړ شعر ولولئ
زما وطنه
یوسف خدمتګار
زما وطنه ای جنت وطنه
د سترولس غيرت غيرت وطنه
امو دريا نه اباسينه پوری
قدم قدم دستر غيرت وطنه
ستا هندوکش ټوله نړی کی لوړ دی
د پامير څوکه دی عظمت وطنه
هلمند پنجشير ګنړ موجونه وهی
خيبر د لر او بر وحدت وطنه
د سوات بنير نه هډی اوبسته
بلخ او بخدی دی قدامت وطنه
اريانا تايخ پر تا وياړی
بيانوی ستا حقيقت وطنه
--------------------------
کله چې د ننګرهار دهډی
(موزيم لومړی ځل وليدلو ١٣٥٤
د پښتو د ستر مشر په يادبشپړ شعر ولولئ
د پښتو د ستر مشر په ياد
یوسف خدمتګار
له امو نه تر جيلمه يو ټبر دی
يو پښتون دی يو يي کور يو ئي خيبر دی
له مردان نه تر جوزجان او سيتان پوره
په واخان که په سا لنګ يا په سپين غر دي
قندهار نه تر ګنړ او باجوړه
په بنير دې که په سوات يا پيښور دی
له غزنی نه تر بولدک او کوټې پوره
که نيمروزه نه تر چمنه لر او بر دی
دښمنان که پې هرڅو پټارې کش کړي
يو قدم دې يو اواز دې يو لښکر دې
د بابا نغری يو دې بيل به نشی
مکناټن يی د لښکر سره خبر دی
کورني غله که جلا شي له لاټيانو
خدمتګاره يوه حيا ده يو څادر دی
مورېبشپړ شعر ولولئ
مورې
یوسف خدمتګار
ای زما مورې ای خوږې مورې
څومره په ما وکړيدې مو رې
زماژوندون ؤله ناخوالونه ډک
ته مې تر څنګه کړيدې مورې
چې لا کوچنی ومه لا چاره ومه
زما په حال به درديدې مورې
چې لږ رالوی شوم ليونتوب واخيستم
هره شېبه به ژ ړ يد ې مو ر ې
زه مې دمينې په اور وسوزيدم
ته مې له غمه سوزيدې مورې
دمحبت دوښمنان زور شول په ما
ته په ما را غو ړ يد ې مو ر ې
اخر مجبور شوم چی له کلي وځم
ته مې په سخته پوهيد ې مورې
چې د خدمت شوم له تا لريوتم
افسوس ارمان کووم په دې مورې
دمزدورزوی خدمتګار نه هيريږي
څو مر ه په ما وکړيدې مو ر ې
د وطن محبوبې تهبشپړ شعر ولولئ
د وطن محبوبې ته
یوسف خدمتګار
چې قدم په قدم ږدم تا يادوم
چې پاڅم او يا کيښنم تا يادوم
هيڅ ساعت کړۍ مې نه وځي له ياده
څه شي خورم او که څه څښم تا يادوم
که ښايسته او ښکلي ګل ته مې نظر شي
پاڼه پاڼه لټوم تا يادوم
که څوک ووينم چې خوښ او په خندا وي
ځان په زوره خندوم تا يادوم
له ژړا ځانله ځانلۍ سره مې شپې دي
تيږې غرونه ژړوم تا يادوم
غم دې ښه دی چې هميش را سره مل وي
په ډير قدر ئې پالم تا يادوم
که دې غم راسره سم ملګری نه وئ
خدمتګاره پوه شه مرم تا يادوم
کب ١٣٧٨
اختربشپړ شعر ولولئ
اختر
یوسف خدمتګار
ژوندون څه دی شور وشر دی چې تيريږي
هر دوران يې راهګذر دی چې تيريږ ي
څه به خوښ شي چا چې غم ليدلی نه وي
ژوندون ښکلی ماذيګر دی چې تيريږ ي
ر ڼا تل د شپې د تر پا يه ا نتظا ر وي
خندل هسې لنډ سهر دی چې تير يږي
دغمونو يو با زار مې زړه کې جوړ دی
يو د ننه بل بهر دی چې تير يږ ي
د ځوانۍ لالونه وخوړل وختو نو
خيال هوس هم يو سفر دی چې تيريږي
په موسکا دې په وعدو باندې ژوندی يم
د ګلمخو د ا هنر دی چې تير يږ ي
په نيشه کې مې نظر شو په وچ شونډو
خوار کډوال کډه په سر دی چې تيريږي
مبارک ووايم چا ته چېرې لا ړ شم ؟
جدايي لکه محشر دی چې تيريږي
دلته ټول په تليفو ن مبا رک وايي
په ژړا زما اختر دی چې تيريږي
خدمتګار دې پروا نه لري اختره
ښکلې يار يې مرور دی چې تيريږي
ژوندبشپړ شعر ولولئ
ژوند
یوسف خدمتګار
څه ښه يو سفرؤ څه وصال مې په کې وليد
جانان مې په کی وليده جمال مې په کې وليد
خوب ؤ خو مانا اوتعبير دواړه ور په کې وو
پايان دسرمنزل ؤ قيل وقال مې په کې وليد
پا لنګ ؤ دسرو ګلو منځ کې ناسته زما مينه
صراط نه چې ورتېر شومه هلال مې په کې وليد
نه شيخ نه يې ريا وه نه رقيب ؤ نه ا غيا ر
راسا د شينخالۍ د زنې خال مې په کې وليد
ما نن زمانه وليده چې ټيټې سترګې ګوري
ما تير وختونه وليدل خوشحال مې په کې وليد
ما وليده مير ويس د نازو غيږ کې لو بيدلو
تدبير مې په کې وليده وصال مې په کې وليد
غازي امان مې وليد ه غفار بابا تر څنګه
خجل شومه له ننګه چې خپل حال مې په کې وليد
خوچې سترګې مې شوې خلاصې نه طاقت ؤ نه ځواني وه
يو جرنګ دښاپيرو ؤ چې يو ټال مې په کې وليد
داڅه وو خدمتګاره څه دي غوښتل اوڅه وشول
بس ژوند ؤ چې لاړ تير شو لو جنجال مې په کې وليد