پښتو ادب · شاعران
پامیر سنګروال
د پامیر سنګروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
ښاغلې پاميرسنګروال دنامتو تاريخپواو شاعر ښاغلې" شهسوار سنګروال زوي دي.٠ چې په کال ١٩٨٧ دکابل په ښار کې زيږيدلی دی٠ لومړنی زده کړې په پيښوراو لندن کې تر سره کړې او اس په لندن کې دهاروپه کالج کې د ميډيا زده کړی پر مخ وړي٠ (دمينې ماښام) يۍ دشعرونواوله مجموعه ده.
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
څلوريځېبشپړ شعر ولولئ
څلوريځې
پامیر سنګروال
ليچو کښې اوس د بنګړو ترنګ نشته دی
شمع لا څوزي خــــــوپتـــــنګ نـــــشته دی.
بيا داسې اښکاري چــــې باران تير شوې
سترګو کښې ستا د رنجو رنګ نشته دی.
* * *
بخت د غمو هار راته په غــــــاړه کړ
يار د زلفو دار راته په غـــــاړه کړ.
تشې پيمانې ډکوم اوښـــــــکو نه
وخت داڅنګه کارراته په غاړه کړ.
* * *
د څو سوالونو مې ځواب غـــواړمه
د هر ستم درنه حساب غــــــــواړمه.
چې مې له غمه بيګانه کړي ساقي
د جانان لپه کښې شراب غواړمه.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پامیر سنګروال
نوم د اے جــــــــانـــــــانـــه پــــــه سينه ليکم
ژاړمه قيسمت نــــــه مــــــــــې ګيله ليکم
يار چې رنــــــګ بـــــــدل لکه موسم کړلو
ماته مـــــې د زړه ښــــــکلې ښيښه ليکم
حال د زړګي لـــــيکم نور پرې پوې نه يم
زه دغه غــــــــزل او که ټــــــــــپه ليکم
سترګې مې ستايلي هم يې زلفې اوس
دا غزل يې بـــــــره په ټيــــــــکه ليکم
ټول شاعران ســــــــــــتايې دليلا حسن
زه پامير د زړه د غـــــم قيصه ليکم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پامیر سنګروال
که تور ماښام دزلفو ول پيــــــــــــدا کــړم
زه به مې يار دلارې مل پــــــيــــــــدا کړم
په لويه لار خاورې شيندمــــــــــــــه ځمه
که مې د يار د پښو پل پــــــيــــــــــدا کړم
دا د وطن په پيغلو څـــــــه شــــــــوي دې
کمسې ئې شته که ئې اوربل پيدا کړم
دنـــــورو غــــــــم کې زړه زري زري شو
اوس ئې لټــــــومـــه که ئې دل پيدا کړم
زه به دردمند زړه ورتـه مخ کې کيږدم
که ستم ګر اشنا يــــــــــــو ځل پيدا کړم
په لپو ژاړې خپــــــــل قلم ته پامير
د زړګې حال که ئې غــــــــــزل پيدا کړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پامیر سنګروال
پـــــــــټ يمه جــــــانــانه په ګل پانو کې
مـــــــــــــه مــــې لټوه زړګې په کانو کې
ما د تـــــــــــــل قــــــــدم په ليمو وړي دي
خير که نن مې شمــــــــاری رقيبانوکې
وائي ليــــــونـــــــې راتـــــــه دکلې خلک
ته مې ولې بولې لــــــيونيــــــــانـــــو کې
مونږ نه پسرلې په ژړا تـــــــــــــــتلې دې
ځکه خوشبوئې نشته ګلانو کـــــــــــــې
زيري چې په مونږ دنارنج ګل کــــــــاوه
نشته ا بلبلې په مــــــرغـــــانــــــــــــو کـــې
لاس کـــــــې مې دګلو ګيډې سا ورکړه
ورک چې مې جانان کړو غمازانو کې
لوبې بـــــــــــه د زړه په پرهرو کوې
نشتــــــــه ده وفـــــــــا په دلبرانو کې
ما پـــــــرون پــــــــاميــــر اشنا ليدلې وه
ستړي حيران ناست وه په يارانو کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پامیر سنګروال
چې سوچ مـــــــــې کــــړی په انجام د مينې
ساقي بيا پــــــــورتـــــــه کــړلو جام د مينې
که مې د هــــــيلــــــــــــو ښاپېرۍ يې ګرانې
مخ دسپوږمۍ کـــــــــــړه ته په بام د مينې
جانانه ستا زړه يې اوس غواړي که نه؟
په مـــــا دې پــــــــــــــورې دی الزام د مينې
د جانان زلفـــــې مــــــې خورې دي داسې
په مازديګر پــــــــــــسې مــــــاښام د مينې
د سرو ګلونو غــــــــــوټــــــــــۍ وغوړېدې
ريبار چې راوړلــــــــو الــــــهــــــام د مينې
ای د پامير د تـــــــــــړمــــــو اوښکو جامه
په ما شراب شــــــــــولــــــــــو حرام د مينې
زمادزړهبشپړ شعر ولولئ
زمادزړه
پامیر سنګروال
زمادزړه په پرهرو کښې يو پرهر دی داسې
چې هم خوږيږې او هم خوند راکوي
چې راته وخوږي نو ځان هېر کړمه
زړه راته وايي چې جانان هېرکړمه
چې خوند ترې واخلم نو خوندونه هېر کړم
په زړه د شوي ظلم حدونه هېر کړم
عالمه تاسو پرې خبر ياست که نه ؟
زما د زړه په پر هرو کښې يو پرهر دی داسې
چې هم خوږيږي او هم خوند راکوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پامیر سنګروال
ديارسترګوکې اوښکې دي جانان په ميخانه کې
د زړه بړاس مې ووته ، ارمان په ميخانه کې
شيخانو راته مه کوئ نصيحت د ښو او بدو
څکلي مې پيالې دي د ايمان په ميخانه کې
ساقي دتورو سپينو شرابونه مې زړه تور شو
اوس راکه دسرو شونډوسره ګلان په ميخانه کې
په سترګو کې وې اوښکې ټول باڼه لانده لاندهوو
مينو چې لوستلو زما ديوان په ميخانه کې
جانانه راشه راشه چې دې ښکل کړمه په شونډو
نن يم سبا به نه يم د جهان په ميخانه کې
خمار د يار د سترګو په نشه کې د شرابو
پامير چې شونډې وروړې شو طوفان په ميخانه کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پامیر سنګروال
دزړه په پرهرو کې مې پينهان دی يو ارمان
په مينه مې ساتلی دی په زړه کې خپل جانان
باغچه د ښکلوګلوزه او ته او ستا ښکلا ده
ستا په تصور کې مې اباد دی يو جهان
ناست يمه په پوله زه د يخې بيلې خوا کې
لاس کې مې قلم دی په تخر کې مې ديوان
سترګو نه چې لپې لپې اوښکې شوې روانې
کوټه زما څڅيږي که د خدای دا لوی اسمان
د يار د غمه زړه زما چودلې بيا هم چپ يم
په شونډومې خنداده خوپه زړه کې مې طوفان
مجنون خو د ليلا پسې صحرا کې ګرځېدلو
پامير ديار کوڅه کې شو رسوا څيرې ګرېوان
(مور او پلار ته ليک)بشپړ شعر ولولئ
(مور او پلار ته ليک)
پامیر سنګروال
له سيندونو نه پنا يم
هم له غرونو نه پنا يم
زه د تا له سوري لرې
وطنونو نه پنا يم
اوښکه اوښکه ائينه شي
ستا تصوير په کې ښکاره شي
کله خوب کې په نظر شي
کله وينم تا په ويښه
کله ستا په تصور کې
لېونی شمه گړ ېږم
ښه په پوی يم کړولې مې يې
رنځ مې درکړی رنځولې مې يې
له خدايه نه غواړم ارام ځان لره
چې مې هر وخت نارامه کړې يې ته
وينې به وڅاڅي له زړه نه زما
که د له سترګو مرغللې توی شي
هره خندا مې په ژړا بدله
هره خوښي مې شه په غم بدله
که چېرې مايې ځورولې مورې
هره شېبه مو لکه ځان يادوم
د ښکلې مينې مې جهان يادوم
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
پامیر سنګروال
شين اسمان وه شنه بــــــاغــونه سره ګلان وه
دګلانو نه هم ښکلی مـــــــــــې جــــــــانـــان وه
چار چارپېــــــره خــــــــوشحــــــــالـــــــــــــي وه
ښکـــــــلې مينـــــــــــــه ښــــــــه ځــــــــــواني وه
سپرلي ديار د حسن مـې دزړه په سردرو کې
هره خوا رنا رنا وه د ژونــــــدون په تيارو کې
يو ناثا په تورې وريځې دهجـــــــــــران شوې
تورې وريځې مې دمينې په اسمــــــان شوې
هره خــــــواتــــــــــه چـې مې سترګې غوړولې
نه سور ګل وه نه شين بـــــــاغ وه نـــــه اسمان
رانه تللی مې ډېر لرې خپل جــــــــانــــــــان وه
چار چارپېره خوشحالي نه وه اوس غــــــم وه
مينه ښکلې وه ځواني نه وه دا غــــــــــــــــم وه