د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي پامیر سنګروال شعرونه

غزل

چې سوچ مـــــــــې کــــړی په انجام د مينې
ساقي بيا پــــــــورتـــــــه کــړلو جام د مينې


که مې د هــــــيلــــــــــــو ښاپېرۍ يې ګرانې
مخ دسپوږمۍ کـــــــــــړه ته په بام د مينې


جانانه ستا زړه يې اوس غواړي که نه؟
په مـــــا دې پــــــــــــــورې دی الزام د مينې


د جانان زلفـــــې مــــــې خورې دي داسې
په مازديګر پــــــــــــسې مــــــاښام د مينې


د سرو ګلونو غــــــــــوټــــــــــۍ وغوړېدې
ريبار چې راوړلــــــــو الــــــهــــــام د مينې


ای د پامير د تـــــــــــړمــــــو اوښکو جامه
په ما شراب شــــــــــولــــــــــو حرام د مينې

د شاعر نور شعرونه ←