د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي پامیر سنګروال شعرونه

څلوريځې

ليچو کښې اوس د بنګړو ترنګ نشته دی
شمع لا څوزي خــــــوپتـــــنګ نـــــشته  دی.
بيا داسې  اښکاري  چــــې باران  تير شوې
سترګو کښې ستا د رنجو رنګ نشته دی.
         
*    *    *
بخت د غمو هار راته په غــــــاړه کړ
يار د  زلفو  دار  راته  په غـــــاړه کړ.
تشې پيمانې ډکوم  اوښـــــــکو  نه
وخت داڅنګه کارراته په غاړه کړ.
         
*    *    *
د څو سوالونو مې ځواب غـــواړمه
د هر ستم درنه حساب  غــــــــواړمه.
چې مې له غمه بيګانه کړي ساقي
د جانان لپه کښې شراب غواړمه.

 

د شاعر نور شعرونه ←