د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښت حفیظ ملکزۍ

د اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه  ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ  سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د   نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري  څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
     ١ – ځوانيمرګ ارمان
    ٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
    ٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه       
    ٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

49 خپاره شوي شعرونه

بختهبشپړ شعر ولولئ

بخته

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

ها دزرکو کتــــــــــــارونـــــــه
دمماڼو په ځنـــګلـــــــــو کی
ها د سره سينـــــــــــــو مرغيو
دګرګرو پــــــــــــه خا ښو کی
ها دغــــــــــــــــره دسر دپاسه
دکابل پـــــــــــه خوږ لمن کی
دخواجــــــــه صفا زيارت کی
د  ګــــيــــــــلاس  ونـــــه ولاړه
دخــــــــوږی چينی اوبــــه مــی
دپغـــــــــــمان ښکلي درونـــــه
نن تر سترګوسترګو کــــــيږی
هغه ورځ می هم يــــاديــــــــږی
چه زه خپل وطن نه راغــــــلـــم
دنفاق په  وچکــــالــــــو کــــی
د کوچيانـــــــــــــو لاری ورکی
دسپين غر لمــــــــــنه بــــند وو
کوم ظالم په کی مئين خښ کړ
دشپونکۍ جانان پـــه لار کی
ټول ازغی ووراشنــــه شــــوي
د  کوچۍ د  ميـــنی پــــــل تــه
لاری بندی غــــرونـــــه بند وو
ورنه جوړ دجــــنګ سنګر شو
صبر بيا چپ خولــــــه ولاړ وو
ننداره  کـــــول د خلکـــــــــــــــو
مانه پاتی شو څــــــو اوښکی
دوطن دمينی غــــيــــــږ کــــی
لاری بند وو غرونه بـــنـــــدوو
هغه ورځ می هم يـــــاديــــــــږی
چه يو ورځ شينکی سهـــار وو
دبت خاک دغر لـــــمـــن نــــــــه
دګنګرو اواز بـــــه راغـــــــــــی
دشپونکيو به هـــــاهـــــــا شـو
د  څارويو له کـــــــــاروان نــــه
دګنګرو به يو شرنګـــــــا شی
اوس هغه سهار می ورک دی
کور  او کلی رانه پـــــــاتـــــــــی
مسافر شومه په غــــــــرب کی
دلته هر څه بدل ښکــــــــــــاري
بلبل شته ګلـــــــونـــــــــه نشته
غرونه شته خو څاروی نه شته
سوله شته خو پښتو نـــــه شته
مـــسافـــر لـــــه مــــــانـــه تللي
دغــــربـــيانـــــولـــــه دنــيانـــه
نو راشه راشــــه اي قـــسمــــته
راســــره لـــــږ خــــواری وکــــړه
چـــــــه زه بـــيا وطـن ته لاړشم
پاک الله ته زاري وکـــــــــــــــړه
د(حفيظ)زړګی به ښادشــــــي
بخته ته لږ ياري وکـــــــــــــــــړه

راشه لږتم شه دلتهبشپړ شعر ولولئ

راشه لږتم شه دلته

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

مرور ياده بيا دچا په لوری مه رادرومه

دغه دنيا کښی دغرور لمبۍ ډير هسکي ښکاره

دچا دخوږ زړونو پروا نه ساتی

داسی ښيښه په تيږه ووهی دانه وانه کړی

چه دانسان انسانيت ژبه ګونګی پاتی شي

پام چه دچا دنيمی ژبی اقرار ونه منی

دغه دونيا دهوڅونو اوکبرو دنياده

دلته نفرت ،دلته غرور،دلته سياست چليږی

دلته دژوند سره لوبيږي او نفرت چليږی

دمينی ياد تکل په لوړو مناره راځې

دګل لپاره د ډندرازغي په ګوتونسي

دمحبت تړون په لوړ احساس دزړوراځې

نو ای وزر ماتی مرغی ته بی وزره الوتلای نه شی

راشه لږ تم شه دلته ته بی وزره الوتلا نه شی

چه بيا پرواز دلوړو غرو ونکړی؟

راشه لږ تم شه دلته

دمورسندرهبشپړ شعر ولولئ

دمورسندره

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

الله هو للوللو
ای زما دزړه ارزو
زه دجارشم دلاسو
شه للوللوللو
مور دې ستايي په نغمو
ټپوي دي په اوږو
نازوی د په بوسو

درته وائ الله هو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو

ستړی نه په اسويلو
دسبا په ارمانو
تيروې شپی په خوږو
ثمر غواړی دميوو
پر ښتی دې په اوږو
درته وائ الله هو
شه للوللوللو
ای زما د زړه ارزو
الا هو للوللوللو

مور دې ستړی په زارو
ګرځوي دې  په اوږو
نازوي دې  په شيبو
پرښتی دې په اوږو
درته وايي الا هو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو

تورې شپی رڼا کوم
تا په مينه يادوم
خوب پر ځان حراموم
تا ته خوب در يادوم
ای وړوکی دزانګو
زه د جارشم دلاسو
الاهو للوللو للو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو

دسبا په محفلو
ته به ناست یی په جرګو
جګ شمله دپښتنو
کړم به فخر ستا په کړو
ای وړوکی دزانګو
ای زما دزړه ارزو
پرښتی دې په اوږو
درته وای الا هو
شه للولوللو
اي زما دزړه ارزو

د هماليا غرونهبشپړ شعر ولولئ

د هماليا غرونه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

ته په هيږي همــــــــــاليا کې زمــــــــــا زړه دی

د کلونه مې ليدو ته يي تـــــــــــلوســــــــــه دی

زما د لوړ پامير غرور پکې ښکـــاريــــــــــږي

هندوکش او د سپين غر يو منــــظــــــــــره دی

هريرود په شانته سيند لري مـــــــــلـــــــــګرۍ

د کوکچي او دواښان يو نــــــــــنـــــــــداره دی

په هواره کې دا ټول زړونـــــــــه خيــــــــرن دي

پيدا کړاې مې دغره کوچی پــــــــاک زړه دی

د ګنګا سين کې لاهو شه لامبــــــــــــوزنـــــــه

هماليا ته به راځم دا مې وعــــــــــــــــــــده دی

د سيند غاړی ته را ځه په دمــــــــــــــه دمـــــــه

تاج محل د شاه جهان نــــــــښـــــــــه د زړه دی

څو هندي خالوننه غواړمــــــــه لتـــــــانـــــــــه

سپين لاسونه د ی په شنه خالو ښايسته دی

د مراد په لټـــــــــه ګــــــــــــــــرځم زيـارتو کې

تاج محل نه پير با با پوری مــــــــــــې زړه ده

د حفيظ د سر په سترګو ورته ګــــــــــــوری

خړو دوړو کې پا مير په شان ښايســـته ده

د جنګونه ستړی زړه مې سوله غــــــواړي

هما لياپه لوری تګ مې تــــــــــلو ســـه ده

ګلونهبشپړ شعر ولولئ

ګلونه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

ارغوان ګل خو دمينې انـــــــتظــــــــاردې

نسترن ګل  ديادونو يــــــو يــــادګــار دې

 

 

داوتې ګلان مې خوښ دننګرهــــــار دې

ياسمن ګلو نه لاس کــــی دريـــــــــبار دې

 

 

ميخکې ګـــــلو نــــه جوړه به چار ګل کړم

 سره ګــــلابه تا به تيک دخپل وربل کړم

 

 

دوطن ناوی  نه جوړه به سيـــــــنګـار کړم

دا ښايسته ګلونه ټول به ورنــــه جــارکړم

 

 

ګل ګيډو سره دسولې ســــوغــــاتـــونـــه

 وطن ميندو ته ډالې د غاړې هــــارکــړم

 

 

ريدي ګله ته خو ياد دميــــن زړو يـــــــــي

دشهيد مزار نه جوړبه لاله زار کـــــــــــړم

 

 

ګلاب ګله د جانان د مخ نه جــــــارشـــــــه

د (حفيظ )د لاس يو نښه يو يادګار شـــه

هيلهبشپړ شعر ولولئ

هيله

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

ما می هيلو ته زولی دميــــــنی خــــــور کړل

هيــــــلــــــه لاړه مـــــــــرور ژړا ژړا شــــــــــو

 

دادونيا خو د توبو ده خــــــــوارنــــــــــــــکړم

ای قسمته بخت لتاڅخه جــــــــــــلا شــــو

 

چه غرور د کبر جن اشنا ته ځيــر شــــــــــم

نو له ځان سره مسکی شم په خــــندا شم

 

بيا خو فکر کړم دغه مغرور دونيـــــــا تــــه

ولی خدايه په ارزانه کی تــــــــــالاشـــــــوم

 

ما خو دا ويل چه زه مغروره نــــــــــــــه يـــم

بخته ولی نن زه ښکار د هر بــــــــلاشـــوم

 

که دا ټولۍ افسانی دمينی يـــــــــاد کـړم

نو چه ښه کړمه په خپل ښه کی رسوا شم

 

زه خو سوچ يوړلم خپل تـــــوری تندی ته

ای حفيظ ليونی سر په ســــــــودا شـــم

را ستانه شوي کډوال ته ډالۍبشپړ شعر ولولئ

را ستانه شوي کډوال ته ډالۍ

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

راشئ راشئ افغانانو ستړي مه شئ
دغيرت د بڼ ګلانو ستړي مه شئ
***
دغه ستړي ستړي زړونه پردي شوي ماښامونه
داد بل وطن خوبونه دناکسو پيغورونه
دا پردي پردي ملکونه بې اختره ماښامونه
هلته هيڅ دژوند خوند نه وو مروروسهارونه
زماد خپل وطن بچيانو ستړي مه شئ
د غيرت د بڼ ګلانو ستړي مه شئ
***
راشئ راشئ مساپرو ستړي مه شئ
پرديسۍ ژوند نه اوترو ستړي مه شئ
قدمونه مو په سترګو ښکلوو مه
خپل وطن نه مرورو ستړي مه شئ
***
دغه کال ستاسی راتګ باندې نيک پل دی
شاړې دشتۍ ښکلې ښکاري بختوردی
اوس به ښه ښکاري پسرلې او اخترونه
اوس به ښاد شي دغه سوي ستړي زړونه
***
ای د سولې پلويانو ستړي مه شئ
زما دخپل وطن بچيانو ستړي مه شئ
***
تاسی راشئ بيا په خپل وطن ميشته شئ
وزر وڅنډۍ مرغۍ د خپل کاله شئ
خپل څادر نه به جنډه تړم زيات کې
خداې خوشته که مو دا سوله ميلمنه شي
***
دشمشاد دغر بازانو ستړي مه شئ
دحفيظ د زړه ګلانو ستړي مه شئ
دښځې مقامبشپړ شعر ولولئ

دښځې مقام

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

سوزمې شه اهنګ می شه غــــــــزل مـــــــــی شــــــــه

راشه قدم واخلــــــــــه د ازغنــــــې لاری مل مې شه

مشه ملامتـــــــــه تــــــــه چــــــــــه ښــــــــځه يــــــــــــي

ګل شه ته سنبل شه تاج محل مـــــــــــــې شـــــــــــــه

وايه الله هو الله هو زکر د جــــــــــــانـــــــان کـــــــوه

ورکړه په زانګو کی سبق قدر د افغان کــــــــــــوه

پورته په ميوند کی دملالې دلاس نــــښه کـــــړه

خال په تندی کيده دهمت د لار څـــــــــاروان کـوه

يا ښکلۍ ټپه شه د مين په زړه ملحم کيــــــــــــده

يايو خوږ غزل شه ته ستا ينه د افغـــــــــان کـــــوه

پام چه د زمان په ژرنده ګړې ځان دهل نــــــکړې

کړنه دزمان ته ځان په څير دسنګر ځوان کـــــــوه

تا چه علمان او اتلان  پـــــــه غيـــــــــــــــــږ وروزل

ته يو قهر مانه يي  باور په خپل ايمـــــــــان کــوه

ته (حفيظ )غزلو کی يو خوږ لمحه د مينې يي

ښځه يي که  مور يي ته غزت د خپل مقام کوه

د خيال دونياکېبشپړ شعر ولولئ

د خيال دونياکې

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

اوس مې دخپل خيال په ماڼو کــــې ګـرځوه لاليه

دسترګـــوتــــوره پـــــه عکســــــو مې نازوه لاليه

يوه ارمان دمخامخ ستـــــــرګـــــــوديـــــدن لــرمه

زړه کی مې ساته  لکه ګل مې خـــــــندوه لالـــــيه

دسترګو توره په عکسومـــــــــې نـــــــــازوه لاليه

زما دخوبونو او خيالونو يو تعــــــــبرشـــــه ګوره

د رقيبانو  پيغورو نــــــــه مـــــــې ســـــاتــــه لاليه

ورشه زما د پخــــــوانــې کلې بـــــــازار وګــــــوره

په کی تازه تازه ګـــــــلونـــــــه ورتــــــــــه ږده لاليه

اوس دبيلتون په ځنځير بـــنــــده دمـــلکونه پناه 

حفيظ غزلو او شـــــــعروکـــــــی يـــــــــادوه لاليه

پښتنۍ خورېبشپړ شعر ولولئ

پښتنۍ خورې

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

د هوس پــه خيـــال کې ځانګي به تر کومه

د هر زړه ميــــنې تــــه دانـــګي  به تر کومه

يوه مينــه خــــوکـــلک هـــوډ د پښتنو وي

هر يو ځوان سره به خــــانــــدي تــه ترکومه

يوه ژبه خــــــواقـــــــــــرار د مــــــيړنـــــو دې

شې به سل ژبو کې وړانــــــدي ته تر کومه

دا د مينې پتنګان نه دي شـــــــوقيــان دي

هوسو لره به خاندي تــــــــه تـــــرکـــــــومــه

لمړۍ مينه خو د ژوند خــــــوږ فــلسفه وي

نورو مينو ته ځې واړاندې ته تـــــرکـــومـه

زه حفيظ لتا نـــــه ځــکه ګـــــــيلمنــــــديـــم

وايم دا چې تا ثير لانـــــــدې يــــي تر کومه