د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

را ستانه شوي کډوال ته ډالۍ

راشئ راشئ افغانانو ستړي مه شئ
دغيرت د بڼ ګلانو ستړي مه شئ
***
دغه ستړي ستړي زړونه پردي شوي ماښامونه
داد بل وطن خوبونه دناکسو پيغورونه
دا پردي پردي ملکونه بې اختره ماښامونه
هلته هيڅ دژوند خوند نه وو مروروسهارونه
زماد خپل وطن بچيانو ستړي مه شئ
د غيرت د بڼ ګلانو ستړي مه شئ
***
راشئ راشئ مساپرو ستړي مه شئ
پرديسۍ ژوند نه اوترو ستړي مه شئ
قدمونه مو په سترګو ښکلوو مه
خپل وطن نه مرورو ستړي مه شئ
***
دغه کال ستاسی راتګ باندې نيک پل دی
شاړې دشتۍ ښکلې ښکاري بختوردی
اوس به ښه ښکاري پسرلې او اخترونه
اوس به ښاد شي دغه سوي ستړي زړونه
***
ای د سولې پلويانو ستړي مه شئ
زما دخپل وطن بچيانو ستړي مه شئ
***
تاسی راشئ بيا په خپل وطن ميشته شئ
وزر وڅنډۍ مرغۍ د خپل کاله شئ
خپل څادر نه به جنډه تړم زيات کې
خداې خوشته که مو دا سوله ميلمنه شي
***
دشمشاد دغر بازانو ستړي مه شئ
دحفيظ د زړه ګلانو ستړي مه شئ
د شاعر نور شعرونه ←