د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دمورسندره

الله هو للوللو
ای زما دزړه ارزو
زه دجارشم دلاسو
شه للوللوللو
مور دې ستايي په نغمو
ټپوي دي په اوږو
نازوی د په بوسو

درته وائ الله هو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو

ستړی نه په اسويلو
دسبا په ارمانو
تيروې شپی په خوږو
ثمر غواړی دميوو
پر ښتی دې په اوږو
درته وائ الله هو
شه للوللوللو
ای زما د زړه ارزو
الا هو للوللوللو

مور دې ستړی په زارو
ګرځوي دې  په اوږو
نازوي دې  په شيبو
پرښتی دې په اوږو
درته وايي الا هو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو

تورې شپی رڼا کوم
تا په مينه يادوم
خوب پر ځان حراموم
تا ته خوب در يادوم
ای وړوکی دزانګو
زه د جارشم دلاسو
الاهو للوللو للو
ای زما دزړه ارزو
شه للوللوللو

دسبا په محفلو
ته به ناست یی په جرګو
جګ شمله دپښتنو
کړم به فخر ستا په کړو
ای وړوکی دزانګو
ای زما دزړه ارزو
پرښتی دې په اوږو
درته وای الا هو
شه للولوللو
اي زما دزړه ارزو

د شاعر نور شعرونه ←