پښتو ادب · شاعران
عبدالولي منګل
د عبدالولي منګل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
26 خپاره شوي شعرونه
تصويربشپړ شعر ولولئ
تصوير
عبدالولي منګل
ستا د ښايست تصوير ته ګورمه مسرې جوړوم
په زمانه ستا د ښايست ښکلې کيسې جـــوړوم
کـــــــــــلــه پرې رسي دا زما نيمګړی شعر و غزل
نــــــــــور بــــه د ښکليو په ډېره مشاعرې جوړوم
د جـــــــــــــانان غمه چې راځې په غوغاګانو رځه
ســـتا پــــه يـادونو کې د اوښکو فوارې جوړوم
مـــــــلامت نـــــه دي چـــې زمــــا سره ډغرې وهي
زه يـــــــــــم چې ځان لره ځنځير او غرغرې جوړوم
بـــيا بــــه وردانګـــودا تړون دی د (منګله ) سره
غــــــليمه پــــام کـــړه نن سبا درته جرګې جوړوم
١٩٩٣ \٩\٤ هالند
زړګيهبشپړ شعر ولولئ
زړګيه
عبدالولي منګل
زه پــــــوهـــــيږم چې ته نه چوې کــــــړېږې
تـــه د عشق پــــه فلسفه هيڅ نه پـوهيږې
د خــــــزان د ګــــــوزارونـــو نـــــاخبر يـــــې
تــــه يو ګل يې چې په هر موسم غوړيږې
١٩٩٧\٥\٢٢هالند
زړه تهبشپړ شعر ولولئ
زړه ته
عبدالولي منګل
زه مـــې زړه تـــه وايـم څه غواړې زړګيه
هـــــغه غـــــواړي چې مه نه کړي لېونيه
د دنيا په مخ کې څه ښايسته ګلان دي
د هــــر چــــا پر لمن خــښ يې وچ اغـزيه
د ګــــــــلونو عمر څومره لنډ دی خدايه
کشکې تـــــل وی د دنيا په مخ پسرليه
ســـاقــــي راوړه پـــيالـــه ډکـــه د شرابو
زمــــا او ســـتا دنـــيا دغـــه ده ګـــلاليه
١٩٩٣\ ٧\٦ هالند
آرمانبشپړ شعر ولولئ
آرمان
عبدالولي منګل
د بلبل غـــوندې مين دې په پسرلی وی
يا د ګــــل په خاښو پورې وچ اغزی وی
تـــــا سره غاړه په غاړه لاس په لاس وی
يا خو ورک په سپيرودښتو ليونی وی
١٩٩٤\٨\٥ هالند
اسمان تهبشپړ شعر ولولئ
اسمان ته
عبدالولي منګل
آسمانــــــــه ستا پــه غوريدلو کې خوند دی
د مــــين زړه پــــــه کــــــــړيدلو کې خوند دی
دا شاه ځلميان دي چې وطــــــن پرې وياړي
دلــــته د سر په بـــايللو کـــــــې خـــــــوند دی
په کــــــــږلـيچــــــو او کـــــړنګـــــړنــــــو ورځه
که سل لويدل وي په لويدلو کې خـوند دی
فـــــــرق څـــــــه د شـــــــونډو او د ګــل تر پاڼو
کــــــــــــــه د اغزو په ښکلولو کې خـوند دی
يــــو د ساقـــي لــــــه څـــــــنګه چنګ د پيالو
بــــــل د پایزيب په شرنګولو کې خوند دی
پــــــــوی يــــم چـې سر مې په رقيب نن وهې
(منګل) په دې لار په ورتللو کې خوند دی
١٩٩٣ \٣\٢١ هالند
باڼهبشپړ شعر ولولئ
باڼه
عبدالولي منګل
بـــيا د بـــاڼــه څـــنګه کـــاږه وا وښـتل
د زړه زخمونه مې تک سره وا وښتل
د زړګــــــــي اور خو په شرابو نه مري
څومره شراب زما په خوله وا وښـتل
زمــــــــا کمکی زړه به زرې ورې شي
هــــومره غـمونه مې په زړه وا وښتل
خـــــــير لېــــــونيان په کاڼو تـيږو وله
ستا له کوڅې څخه خو نه وا وښــتل
(منګل) حيران کړو د سـنګر ملګرو
د خــــــــــپلې لارې نه په څه واوښتل
١٩٩٣ \ ٥\١ هالند
بې مثالهبشپړ شعر ولولئ
بې مثاله
عبدالولي منګل
زه ګــــــــــلونــــه لـــــټومــــــــه پــه باغچو کې
هـــــــر وخت ډکې کړم منګولې په اغزوکې
بې مــــثاله خدای پيدا کـــــــړې په دنيا کې
څومره خوند دی ستا د سترګو په کتو کې
شــــورمشور ستا د پازېبو هـــلته خپور شو
دلــــــته مست شـــــــو لـــېونی په ځولنو کې
يــــــــــــرغلګر مې پسې واخېستل تر کوره
ځــــکــــــه ډېـر رنــه ډاريـږي پــه ځـانګوکې
ستـــــا د مـــينې لېــونيان خــو ياره ډېر دي
(مــــــنګل) شـــمېره لــــيونی پــه لېونو کې
١٩٩٣\٧\٨ هالند
بې وفابشپړ شعر ولولئ
بې وفا
عبدالولي منګل
زمـــــــا بــې غمه شپې په غم بدلې شوې
غــــــم خــــو لا څه که په ماتم بدلې شوې
مـــــــــــا خـــو به آه له درد اېستلی نه وي
چــــــې ســـتا دا څــڼې په لړم بدلې شوې
که سرې غـــــوټۍ د اننګو پرې ســپېړې
زمــا دا اوښــــــکې په شبنم بـــدلې شوې
آشــــــــنا تــــه يـــــار د نيمې لار وخــــتـــې
ټولــــې کيسې دې په يــو دم بدلې شوې
ريــــــبار نـــن ســــــتا د وصال زېری راوړ
ويل يې وعدې ستا په قسم بدلې شوې
چــــــــې د ښايست دې انـــځورونه کاږم
خــــــواږې مسرې مې په قلم بدلې شوې
١٩٩٣\٥\٦ هالند
ډېوهبشپړ شعر ولولئ
ډېوه
عبدالولي منګل
د ډېــــوې غــــــوندې بلـــيږم تورو شپو ته
ځــــــان مې وسپاره په اوښکو کې څپوته
د جـــــانان لـــه غــــمه روغ لــــــيونی کيږم
صبــــر نــشته دی ځـــــنځيـــر او ځولنو ته
ستـــا د سترګو بدمستي چې پکې نه وي
بيــا نـــــو سم شــــمه تــــــرخوترخو پيالوته
بيا د يار په کوڅه څيرې ګرېوان راغلــــــم
ګـــــــــدايګر جوړشوم د يار د مخ ليدوته
ساقي سترګو نه د جار شم (منګل) وايي
لـــــــږ نظـــر کــــړه د غـــــــــــمونو ميلمنو ته
١٩٩٣ \٢\٤ هالند
دمينې امتحانبشپړ شعر ولولئ
دمينې امتحان
عبدالولي منګل
نن مې هې څه خوار وزار شول
د خـــــپل عشق په امتحان کې
بيا سيندونه را روان شــــــــول
د لــــــــــيمو په تور اسمان کې
١٩٩٤\٤\٦ هالند