د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالولي منګل شعرونه

اسمان ته

آسمانــــــــه ستا پــه غوريدلو کې خوند دی

د مــــين زړه پــــــه کــــــــړيدلو کې خوند دی

 

دا شاه ځلميان دي چې وطــــــن پرې وياړي

دلــــته د سر په بـــايللو کـــــــې خـــــــوند دی

 

په کــــــــږلـيچــــــو او کـــــړنګـــــړنــــــو ورځه

که سل لويدل وي په لويدلو کې خـوند دی

 

فـــــــرق څـــــــه د شـــــــونډو او د ګــل تر پاڼو

کــــــــــــــه د اغزو په ښکلولو کې خـوند دی

 

يــــو د ساقـــي لــــــه څـــــــنګه چنګ د پيالو

بــــــل د پایزيب په شرنګولو کې خوند دی

 

پــــــــوی يــــم چـې سر مې په رقيب نن وهې

(منګل) په دې لار په ورتللو کې خوند دی

١٩٩٣ \٣\٢١ هالند 

د شاعر نور شعرونه ←