پښتو ادب · شاعران
ملکی خزان
د ملکی خزان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
قضأ سره قصاب خانه شوهبشپړ شعر ولولئ
قضأ سره قصاب خانه شوه
ملکی خزان
دکارغانوتورې ډ لې
ګوره وریځو سره راغلې
دسپرلې ګلونه یې لوټ کړل
داغزو زړې یې کښت کړل
قافله دسباؤن یې
ګلکڅونو ته ورڅیرمه
دسکروټو دږلیو
په اورښت باندې تالاکړه
* * * * *
دمعصوم اسمان په غیږ کې یې
ستورې وویشتل په غشو
دسپوږمې پلو یې سور که
دشهید لمر په وینو
دحسرت لوګې یې خواره کړل
دالفت په جلګه باندې
دشعور ماڼو هلاک شو
ښامار مست شو داورونو
بڼ دعقل نه راتاو شو
زهرجن غاښونه یې خښکړل
ټول بدن مو لکه سکور شو
* * * * *
سینې څیرې کړې دغرونو
زړونه یې وویستل د کاڼو
دتسخیر په عملیه کې یې
چه پیدا کوم خدای (ج»خال که
دغاښونو په نشترویې
دا خالونه ټول تراش کړل
* * * * *
دډیوټ سپینه تخته یې
کړه داور به کاڼوماته
ډیوې مړې شوې
شپې اوږدې شوې
دسهار ارمان ټپې شو
دخپسو په نوکارو
د سپید و پلونه وران شول
کټورو ته نر ګسو
سپینې پرخې کښته نه شوې
دحرصونو،هوسونو
نامرادو مریانو
دشیطان دمچنغوزو
او غو لکو ګاټوباندې یې
دشنو څانګووربلونه
تار په تاراو نیمه خوا کړل
* * * * *
دمنګیو او بنګړیو
چغې یې پورته کړې هواته
سپین،سپین لیچې یې دهیلیو
سرې،سرې پاڼې یې دغوټیو
دګودر دچنارونو
په څیر ټول لمبه،لمبه کړل
* * * * *
هازمونږه دپلرونو
دنیکونو او تیرشوو
دزړو جوماتونو
دبنسټ ډبری یې وکښې
دهمدې اغیز له مخې
له یوې ورځې تر بلې
محرابونه یې کږیږې
دیوالونه یې ړنګیږې
دلویدلو،لویه ویره یې
دشیخ سرکښې پیداشوې
تسبې غورځوې او تښتې
میکدو کې پناه غواړې
* * * * *
دانصاف تله شوه ماته
قضآ سره قصاب خانه شوه
قلم ځاې دکولنګ ونیو
تورې ماتې شوې لأسوکې
دپیرانو او مرشد و
دقبروکږې لکړې
او جنډې د زیاد تویې
خړې بریښې، خړې شناختې
د لوید لو مزارونویې
دکارغانو موزیم ته
رپ دسترګو سره یوړې
* * * * *
د نړۍ دکا ئنا تو
دخلقت انځوره ؤنکیه!!!
دذلت او لذت ربه!
ای دنورو پیداکوونکیه!!!
داغزیو زړې وچ کړې
سپیرې دښتۍ مو ګلبڼ کړې
دعلمیت،پوهې ډیوې مو
کړی روښانه په هر کور کې
دسکروټو دږلیو
په بدل کې لویه خدایه
پرموږ ووروې پرخې
ته د خپلو رحمتونو
* * * * *
دا اوږدې شپې کړې رالنډې
سهار روغ، لمرژوندې کړې
قافله دسباوون مو
ګلکڅونو ته کړې سمه
دا دقاف ددنګو غرونو
ددې هسکو، هسکو څوکو
نیم بسملو شاهینانو
ګوربتانو او بازانو
لره ورکړې دځواکونو
دپولادو،وزرونه
چی زمونږ په چاپیر چل کې
مرې پری کړې دکارغانو
دټپوسو او کجیرو
دباد خورو او کونګا نو
څوچه دلته ګډ سیلونه
دکوترو او تنزرو
دزرکانو او سیسیو
دګلسرو او بلبلو
په اخلاص او مینه راشې
شکریه داستا ادا کړې
خپل یې واک، خپل یې اختیارشې
خپله یې مینه او دیار شې
شین سپرلۍ شې خزان نه وې
ژوند نه خوند دژوندونواخلې
* * * * *
پاکه ربه مهربان شې
درحمت نظر دی زیات شه
دا زموږه د ما لت نه
دعذاب پرده کړی پورته
نور مو وساتې له قاره
دثواب وخت دې پیروز کړې
دجانان تصویربشپړ شعر ولولئ
دجانان تصویر
ملکی خزان
په لویه لارکی پروت ؤ
په درمند ،درمند اوسکڼی زلفو یې
دګرد نازکه لوپټه خوره وه
دباد یاغې او طوفانې څپویې
دشنه ټټر ریښې له ځان سره وړې
!خو
ځمکی په غیږه کې وه ټینګه نیولی
دبوړ بکیو زور پری نه رسیده
چی کوم یو لوی ګړنګ ته یی وغورځوې
په اننګیو او سرو شونډو باندی یی
یو څو تور تکې دنو کارو دپردو ښکاریدل
دګنهکار په شانې
دسترګ کسې وه تری هم وتلې
دچم ګاونډ څو بد مستانو دلته
دخپلولو د سیالی لوبو کی
ښکلا لوټلی وه ترې
آ ، پخوانی ښایست ور پاتی نه و
دزړګې وینی مې دسترګو او لیمو له لارو
ور پسی وڅڅیدې
چې مې دګل په څیر تصویر دجانان
داسی بې قدره او بدرنګ ولیده .
زده کړهبشپړ شعر ولولئ
زده کړه
ملکی خزان
داغبشپړ شعر ولولئ
داغ
ملکی خزان
زما دخوب ښا پیرۍبشپړ شعر ولولئ
زما دخوب ښا پیرۍ
ملکی خزان
ورځـمبشپړ شعر ولولئ
ورځـم
ملکی خزان
تـــــن بـــیــا د یار کوڅي ته له سلګو سره ورځم
لــــه ډيــــرو ارزوګـــــــــانــــو او اسرو سره ورځم
ورځـــم د زړه د فـــتــــر مـــی ورته مخکي غوړوم
د عـــشـــق لـــه روایــا تـــو مـــســـئــلــو سره ورځم
دا ستان مي د نیم ژوانده ارما نو نو ورته وایم
پـتـنـګ په شان بي درنګه سرو لمبو سره ورځم
جـرګي د تړمو او ښکو د سو غات په تو ګه لیږم
پــــخــپــلـه ګرېوان څیری له زګیرووسره ورځم
پټ ، پټ مي ورته وژړل اګاه مي په درد نه شوه
دا ځـــل پـــه لــــوړو چــیــغــو ، فریادو سره ورځم
خــــزانــــه کــــه د ســـر پـــه بـــیـــه بـاندي تما میږي
پــه یـــاد یـــې د سـرو شونډو له پیالو سره ورځم
دارمان منزلبشپړ شعر ولولئ
دارمان منزل
ملکی خزان
دزړه په کور کي مې میلمه شه راشه
زما دژونـد خـوږه نغمه شه را شـه
شه څانګه ، څانګه پر ما سیوری پر ېوځه
د پسرلي د بڼ وږمـه شه راشـه
خولې دې وچي که زما پـه لمن
دښکلو میری لږ دمه شه را شـه
نور په سکوت او په چو پتیا نه کیږي
د پټـي مینی هنګا مه شه راشه
که د ارمان منز ل ته ځان رسوي
د« خـزان » غیږ کي اقامه شه راشه
لمسونبشپړ شعر ولولئ
لمسون
ملکی خزان
چی مي په سر کاڼي وريي د غه لمسون د چادی
لکه يتيم چې می زوریی دغه لمسون د چادی
دزړه ښېښه مې ما توې په مغولې نظر دي
زلفې پر مخ چې راخوري د غه لمسون د چا دی
دپلو شو د شپـول کتل مې په ګناه حسا بی
په خوب وېده چې می وېری دغه لمسون د چا دی
دقاف په غرومی خیږوی زور دی د مینی ښا یې
په تورو شپو لکه پیري دغه لمسون د چادي
هوس، خندا چي رانه اخلی په جادو او منتر
غوړي پر ما د خپل تکر ې دغه لمسون د چادی
دحسن سری سپرغۍ دي لوني دګودر په غاړه
په خوار « خزان » مازیګری دغه لمسون دچادی
دتـو مت داغبشپړ شعر ولولئ
دتـو مت داغ
ملکی خزان
پـــه زړه ګـــي مـــې جــــوړوي زخمو نه نو ي
زيـــا تــــوي مـــې ا شــنـــا څـه دردو نه نوي
لــه يــــو ې لـــومــې لا نـــه يـمه خلاص شوه
تـــه مـــې مــــخکــــي غوړوي دامو نه نوي
ستا د مينی د تو مت داغ مې ورک نه دي
نــــور په ټــنــډه راتـــه ږدي داغــــونـــه نوي
نــاکـــرارصـورت مي ټول ريږدي له وهمه
امبــارشــــوي مـــي پـــه سر غـمـو نه نوي
دجـــنــــون نـــشـــه مــي نــه ده ما تــه شوې
پــه مــغــزو کــي مــې کـــرې شــورنـه نوي
لــيونـــي بــه خــنــدنــي زمــا پـه حال کړې
دي لــيـــدلـــي ما خـــزان خــوبــو نــه نو ي
نـڅـا ګربشپړ شعر ولولئ
نـڅـا ګر
ملکی خزان
د شیشې ناوې ته ویــنم مـستان ناڅي
مـطرب ناڅـي، ساقي ناڅي رندان ناڅي
د انسان غوښې یې سیخانـو کې پېلي
د ســرو وینو جـام په لاس قاتــلان ناڅي
د هـیواد د اســتقــلال تر شـعار لانــدې
ولسونه غولوي خاينان ناڅي
د تـقـو ا جـامي په تن اوکـاږه ګـرځي
د د جــال پېښې کوي ابليسان نـا څــي
لوټـوي مـال او هـستي د فقـیرانـو
خداي (ج) يې هېر دی پست فطرت غاصبان ناڅي
بډي اخـلي حـق باطـل او