د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه

دارمان منزل

دزړه په کور کي مې میلمه شه راشه

زما دژونـد خـوږه نغمه شه را شـه

 

شه څانګه ، څانګه پر ما سیوری پر ېوځه

د پسرلي د بڼ وږمـه شه راشـه

 

خولې دې وچي که زما پـه لمن

دښکلو میری لږ دمه شه را شـه

 

نور په سکوت او په چو پتیا نه کیږي

د پټـي مینی هنګا مه شه راشه

 

که د ارمان منز ل ته ځان رسوي

د«  خـزان » غیږ کي اقامه شه راشه

د شاعر نور شعرونه ←