د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه

دجانان تصویر

 

 

په لویه لارکی پروت  ؤ  

 په درمند ،درمند اوسکڼی زلفو یې

دګرد نازکه لوپټه خوره وه

دباد یاغې او طوفانې څپویې

دشنه ټټر ریښې له ځان سره وړې

!خو

ځمکی په غیږه کې وه ټینګه نیولی

دبوړ بکیو زور پری نه رسیده

چی کوم یو لوی ګړنګ ته یی وغورځوې

په اننګیو او سرو شونډو باندی یی

یو څو تور تکې دنو کارو دپردو ښکاریدل

دګنهکار  په    شانې

دسترګ کسې وه تری هم وتلې

دچم ګاونډ څو بد مستانو دلته

دخپلولو د سیالی لوبو کی

ښکلا لوټلی وه ترې

آ ، پخوانی ښایست ور پاتی نه و

دزړګې وینی مې دسترګو او لیمو له لارو

ور پسی وڅڅیدې

چې مې دګل په څیر تصویر دجانان

داسی بې قدره او بدرنګ ولیده .

د شاعر نور شعرونه ←