د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه

ورځـم

تـــــن بـــیــا د یار کوڅي ته له سلګو سره ورځم

لــــه ډيــــرو ارزوګـــــــــانــــو او اسرو سره ورځم

 

ورځـــم د زړه د فـــتــــر مـــی ورته مخکي غوړوم

د عـــشـــق لـــه روایــا تـــو مـــســـئــلــو سره ورځم

 

دا ستان مي د نیم ژوانده ارما نو نو ورته وایم

پـتـنـګ په شان بي درنګه سرو لمبو سره ورځم

 

جـرګي د تړمو او ښکو د سو غات په تو ګه لیږم

پــــخــپــلـه ګرېوان څیری له زګیرووسره ورځم

 

پټ ، پټ مي ورته وژړل اګاه مي په درد نه شوه

دا ځـــل پـــه لــــوړو چــیــغــو ، فریادو سره ورځم

 

خــــزانــــه کــــه د ســـر پـــه بـــیـــه بـاندي تما میږي

پــه یـــاد یـــې د سـرو شونډو له پیالو سره ورځم

د شاعر نور شعرونه ←