د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

علي ګل پيوند

د علي ګل پيوند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

په ( کلیمه ) خو نا پا کان خپل ایمانونه مینځي

مـــا تـــــه پــــــــــه وخت د ځنکدن یوه ټپه ووایه

علی ګل پیوند د ۱۳۲۷هــ، ل کال د کب د میاشتی په ویشتمه د کونړ ولایت د پشد په کلی

 کی زیږیدلی دې. لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښونځي او نورې زده کړي ی

ې په ابن سینا او کابل دار لمعلمین کی سر ته رسولې دي.

په ۱۳۵۱ هـ،ل کال کی یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له  پوهنځې نه د لیسانس  دیپلوم تر لاسه کړي دي. په ۱۳۵۶  کال کی یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمي کي د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړي.

پیوند، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد، دانیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسوول مدیر او د  اطلاعاتو او کلتور د وزارت د معین په توګه دندې سر ته رسولې دي.

پیوند د ۱۳۵۹ هـ،ل کال له پیله تر ۱۳۶۷هـ،ل کال پورې له کاره ګوښه او د پلچرخي په جیل کی بندي وو.له جیل نه تر راوتو وروسته دالبیرونې د نشراتې موسسې د رییس په توګه و ګمارل شو او اوس په جرمنې کې د پردیسي ژوند تیروي. (( زړه ډمه )) د پیوند د شعرونه هغه مجموعه ده چې د ۱۳۵۸ هـ،ل کال  په باي کې چاپ خو له خبریدو د مخه د (( تورجلات)) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه. (( سیلۍ)) او (( باولۍ)) یی د شعرونو همدا مجموعې دې چي په ۱۳۶۸ هـ،ل کال په کابل کی چاپ او خپری شوې وي  اودایې دویم چاپ دي. پیوند نوري  د شعرونو مجموعې هم لري چی چاپ ته تیارې دي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

39 خپاره شوي شعرونه

حجرالاسودبشپړ شعر ولولئ

حجرالاسود

علي ګل پيوند

سړه وچه تکه توره

بې خبرو بې اترو

آسماني بې ذهنه تیږه.

 

لر له بره اولسونه

چې راځي ورته په مینه

ږدي له څیرمې پې لاسونه .

 

خړې تورې  ډیرې  ډیرې

خوانسان دباور ګوتې

یوازی مینې ته غزیږي .

  ۱۳۶۰

کابل ته!بشپړ شعر ولولئ

کابل ته!

علي ګل پيوند

دا کابل چې لرغونې لکه ژوند دې

او سینه یې د پخوا رازونو تل دي

کله سوې کله ګل دی

زما مینه زما کابل دی

 

د (( اوچتې کلا )) لاندې

چا ایرې د پاکې مینې

په خیرنه څاکې پو کړی

ډیر پر یو للې په سرو وینو

د کابل د شملې ول دی

کله سوې کله ګل دی

زما مینه زما کابل دی.

 

ډیر للو په کې د مینې

خپه شوي دي سینو کې

پر یښته اروا شهیده

لاړه پریوته په زړوکې

چې کوڅه په کوڅه ویردی

کوراکور په کې اوربل دی

زما مینه زما کابل دی

کله سوې کله ګل دی

کا پر ګلبشپړ شعر ولولئ

کا پر ګل

علي ګل پيوند

بد مې ایسي په نوم سیوری

دکوټې که د آسمان وي

څه د وریځو څه دو نو

څه د لاس څه د خبرو.

 

ما لیدلې نرۍ غاړې

شنیلي د سترو سیورو

آه خزان و هلې بڼې .

 

د ښیښي د ننه ګل مې

له ښیښي ځنې ډاریږي

کا پر ګل کې کږه غاړه

د غار مو پسې کړیږي.

۱۳ ۵۸

سپینه خبرهبشپړ شعر ولولئ

سپینه خبره

علي ګل پيوند

پیل مــو پـــــه سندرو کړه ژړا شوله

ښــــه سپینـــــه خـــبــــره وه بلا شوله

 

ماودانـــوله رانــــه ورانــــــه شـــــوه

ښکلې مدیـنـــه وه کـــــر بـــلا شوله

 

ړنګې شوی ماڼــــــې دباورونو کې

وسوه  « غلغله » ( ۱ ) شوله تالا شوله

 

ټولو په رڼو سـترګـــو یــــدلــــې دی

څه به وایم چا وکــــړه دچـــــا شـــوله

 

پیټی دګناه که یې پــه ســــر وړمـــــه

نورو نورو کــړی وه زمــــا شــــولـــــه

۱۳  / ۱ / ۱۳۶۳

۱ ــــ    په بامیانو کې دمغلو خونړي  عچ ته اشاره  ده چې بیا وروسته یې  دافغانانو په کورونو کې میشته کړه .

دمینې خبرېبشپړ شعر ولولئ

دمینې خبرې

علي ګل پيوند

څومره خوږې لګي په مینه کې دغـلا خــــــبــــــــرې

چې د بڼـــــو لاندې پټــــیـــــږي  دګنــــــــاه خبـــــــرې

 

چې کله زړه کې دیا غي  شور غزونـې پــــــا څـــــــي

مالګینو شو نډو کې ګډیږي دخـــــنــــدا خبــــــرې

 

دخوند شیبو کې دمستې نیمګړې مــاتــــــه ژبــــــه

دسره افق په څنډو  پـــریـــــوزي دژړا خـــــــبـــــــرې

 

لا دګیلو په مزه موړ نه یم خوږه شیـــبــــــــه کــــــــې

دچابې واره ښـکلولــــــو کــــــې رســـــــوا خبــــــرې

 

کابل  ، ۱۳  /  ۹ / ۱۳۶۶ 

دکابل بالا خصار تهبشپړ شعر ولولئ

دکابل بالا خصار ته

علي ګل پيوند

( ۱ )

نه پو هیږي چې څه وکړه

تو تکیو !

په پستو پستو مښوکو

دپیلانو په سپرو

( ۲ )

زموږ دهری کلا یادی

مینه وړی افسانې دي

هر کنډو یې په سینه کې

دپیړیو ترانې دي

( ۳ )

نه پو هیږي چې څه وکړه

توتکیو !

په پستو پستو مښوکو

دپیلانو په سپرو

( ۴ )

دلته آس سره له سپوره

دکابل سیند کې لاهو شه

دسجیل په کاڼو یې وویشته

چې څه وه هغه وشه

( ۵ )

نه پو هیږي چې څه وکړه

توتکیو !

په پستو پستو مښو کو

دبیلانو په سپرو .

۱ ـــ الم  ترکیف مبارک سورت  ته اشاره ده . 

خیالبشپړ شعر ولولئ

خیال

علي ګل پيوند

اروایې تپیده زما سینــــــې تـــــــه غلــــــې غلــــــــې

خوږه سا یې ایسته زما سینې ته غلـــــــــې غلـــــــې

 

ټالو نه یې دڅڼو زنګول زمـــــاپــــــه ستـــــــرګـــــــو

رو رو را تا ویده زما سینـــې تــــــه غلــــــې غلـــــــې

 

ما ستګې پټې کړی وې  بڼو کې مـــــې لیــــــدلـــــه

ګلونه ښویده زما سینـــــــــې  تـــــه غلــــــې غلــــــې

 

دنوي پسرلي وریځ کې یې څړیکې دبریښنــــــاوې

توده وه لړزیده زما سینــــې تـــــــه غلـــــــې غلــــــې

 

سړې شونډې زما یې په تودو شونـــــډو مښــــــلې

سینه یې دربیده زما سینې تـــــــه غـــــــلې غلـــــــې

کابل  ، ۵ / ۴  / ۱۳۶۶

د کلي ماښامبشپړ شعر ولولئ

د کلي ماښام

علي ګل پيوند

سکڼې ما ښام دی د غــــــــرو لـــــمنـــې

خړې وریځې پــــــه غـــــــــرونــو پـــلـنې

 

په لویه و نـــــــــــه مر غان چــــــــڼیـــــږي

لټوي ځالې کښیني پــــــــاڅـــــــیـــــږي

 

ترې لاندې او سي د شپـــنــــو کور دی

وروټي ر مباړې جوړ شور ما شور دی

 

ســـــــتړې بـــــزګر دی کورته روان دی

بیل په اوږه یــــې ستړی ستومان دی

 

بی وزلې کونــــــډه په سر بارګې دی

یو یې اوز ګـــوړی یو یې خر ګې دی

 

ملا و لاړ دی ږیـــــــــره په لاس کـــې

ما ښام ته ګوري په کوز او پاس کې

 

د مـــــــــــسا پر مور لاس په دعا ده

پخه سینـــــــــــه کې جوړه غوغا ده

 

لارو ته ګوري سر تورې خویندې

اوږده صبـــر ونه با تورې میندې

 

یو مــــــــــا شوم ژاړي مورته په زوره

ډوډې تر ې غواړي له خالي شکوره

 

تنور غــــر یــــــږي خوا کې کلا کې

د ډوډۍ بـــوی دی ښکلې هوا کې

 

راځي له لرې څـــوک مسا پر دی

د نا هیلیو پیټې پـــــــه ســــر دی

 

سکڼې ما ښام دې د غـرولمنې

خړې وریځې په غرونـــو پلنې

ما ته ملغلره ( ۱ )بشپړ شعر ولولئ

ما ته ملغلره ( ۱ )

علي ګل پيوند

وریځې چې پستې پستې لغړې سپینې سرې اوړي

کو ترې او پسو نه شي

ویم نه چیرې دوې هم د غلچکې بر یښنا په څړیکو کې

له چا نه ا میندوارې وې

او نه چیرې بې سره بچي وزیږي

له شنه آسمانه ټکی شي.

۱۳ ۶۵

۱ د نجیب دراتګ تلوسه

منتظرهبشپړ شعر ولولئ

منتظره

علي ګل پيوند

نیمه شپه کراره شومه

څه نری نری فریاد و

څه وړی وړی سلګۍ وې

خیال راوړی دچا یاد و

 

تاویده ډیوه په بادکې

ماتاوه یې دچا سیوری

سر دیوال په دیوال ولي

لکه لیکي ماشوم توري

 

اوږدې څڼې اوږدې لیچي

کله مخکی کله شاته

درګی درګی پریوتلې

 

ښارویده ګاونډي ستړي

سینه سوې اوښکې ماتې

ګریوان څیري ، زړه نامینده

لاس خالي سترګې میراتې

 

یوه ښکلې نازولې

لکه شمعه ویلې کیږي

دراتللو لاری څاري

دماشوم خواکې ژړیږي