افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
خیال
اروایې تپیده زما سینــــــې تـــــــه غلــــــې غلــــــــې
خوږه سا یې ایسته زما سینې ته غلـــــــــې غلـــــــې
ټالو نه یې دڅڼو زنګول زمـــــاپــــــه ستـــــــرګـــــــو
رو رو را تا ویده زما سینـــې تــــــه غلــــــې غلـــــــې
ما ستګې پټې کړی وې بڼو کې مـــــې لیــــــدلـــــه
ګلونه ښویده زما سینـــــــــې تـــــه غلــــــې غلــــــې
دنوي پسرلي وریځ کې یې څړیکې دبریښنــــــاوې
توده وه لړزیده زما سینــــې تـــــــه غلـــــــې غلــــــې
سړې شونډې زما یې په تودو شونـــــډو مښــــــلې
سینه یې دربیده زما سینې تـــــــه غـــــــلې غلـــــــې
کابل ، ۵ / ۴ / ۱۳۶۶