افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
سپینه خبره
پیل مــو پـــــه سندرو کړه ژړا شوله
ښــــه سپینـــــه خـــبــــره وه بلا شوله
ماودانـــوله رانــــه ورانــــــه شـــــوه
ښکلې مدیـنـــه وه کـــــر بـــلا شوله
ړنګې شوی ماڼــــــې دباورونو کې
وسوه « غلغله » ( ۱ ) شوله تالا شوله
ټولو په رڼو سـترګـــو یــــدلــــې دی
څه به وایم چا وکــــړه دچـــــا شـــوله
پیټی دګناه که یې پــه ســــر وړمـــــه
نورو نورو کــړی وه زمــــا شــــولـــــه
۱۳ / ۱ / ۱۳۶۳
۱ ــــ په بامیانو کې دمغلو خونړي عچ ته اشاره ده چې بیا وروسته یې دافغانانو په کورونو کې میشته کړه .