د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علي ګل پيوند شعرونه

منتظره

نیمه شپه کراره شومه

څه نری نری فریاد و

څه وړی وړی سلګۍ وې

خیال راوړی دچا یاد و

 

تاویده ډیوه په بادکې

ماتاوه یې دچا سیوری

سر دیوال په دیوال ولي

لکه لیکي ماشوم توري

 

اوږدې څڼې اوږدې لیچي

کله مخکی کله شاته

درګی درګی پریوتلې

 

ښارویده ګاونډي ستړي

سینه سوې اوښکې ماتې

ګریوان څیري ، زړه نامینده

لاس خالي سترګې میراتې

 

یوه ښکلې نازولې

لکه شمعه ویلې کیږي

دراتللو لاری څاري

دماشوم خواکې ژړیږي

د شاعر نور شعرونه ←