د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غني خان

د غني خان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د پښتو ژبی د غه دغور ځنګونو د شاعر خان عبدالغنی خان پلار دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان دی اوموري در ځړو دخانانو ديار محمد خان لوروه چه له با چا خان سره ي په ع کال واده شوی و١٩١٢

دد غو دوو خا خنيلو له پښته په١٩١٤  کال  د شمال مغربی سر حدی صوبی  دهشنغر داتمان زو په کلی کښی د پښتو ژبی دغه نو ميالی اوننګيالی  شاعر وزيږ يد پلار پری د عبدالغنی نوم کښيښود عبدالغنی دمورو پلار لومړنی اولا د اودوی ډيرنيازبينو استاد بينوا اودموروپلار ډير نازوالی و په غاړه به ې دسروزرودرته اوږئ وه او په ښی غوږ به لي دسروزرو والئ وه   په سربه ي تيله داره دپونډونوډله ټوپئ او په ټوپئ کښی به يی يوه زر ينه جوغه ټومبا وه چه دجوغی نه چار چا پيره به دوه دری د نظرمات تاويزونه تاو شوی وو مګر د غه نيازبين توب ډير پا يښتی نه و ځکه ننګيا لی پلاري هغه مهال دوطن او خلکو دخلا صون لپاره دانګر يزانو پر ضد مبارزه پيل کړی وه او په خپل کور کښی أرام نه و ناست له بله پلوه د عنی مورهم دده به پځه کلنی له د نيا ستر ګی پټی کړې اونازو لی غنی د مورله تودی غيږی محروم شو دغنی دمورد مرګ  واقعه دپښتنو لوی ملی مشر دغنی پلار با چا خان داسی کښلی ده دجنګ په وجه په دنيا کښی سخته و با راغله په جنګ کښی دومره کسان نه وو مړشوی لکه په دی وبا کښی چه مړه شول په هندوستان کښی هم دی وبا ډير خلک ووژل پښتا نه هم ډير پکښی مړه شول داداسی عجيبه وباوه اکثر به ي ځوانان جينکئ او هلکان وهل اومړه کول او چه يوکورته يو ځل    ننو ته بيا به ي يو هم نه پر يښود    په دی مرض دټولو نه اول زه پر يو تی وم خو هسی خدای جوړکړم      زموروسته غنی چه دپځو کالوو نارو غه شوغني ډير ښکلي وه دموری ورسره ډيره مينه به يې ورته ژړل مابه منع کوله او دصبر تلقين به مي ورته کولو خو د هغي زړه به نه صبر يدو يوه ورځ د غني رنځوری سخته شوه موری ورته د کټ سر ته ناسته وه دده سري په غيږکښي ايښي و ما د ماښام لمونځ کړي و په مصلي ناست وم دعامي کولي غني ته مي کتل چه به هو شه پروت دي چه ناڅاپه موري پاڅيده دزوي سري د خپل ورانه نه په بالښت کښيږدي اودزوي له کټ چاپيره و ګرځيده او سرته يې ودريده اولاسونهيې په دعا پورته کړل او په ژړاي وويل چه اي خدايه د ده مرض په ما کښيږدي اودي ماشوم ته شفاورکړي دخداي يوه عجيبه حکمت و په سباله دانا جوړه شوه د دي مرض ورځ په ورځ زياتيدو اودغني مرض به ورځ په ورځ کميدو غني جوړشو او موري ځونيمرګه شوه ماشومان يي راته پاتي شو دغه وخت غني دپنذو کالو ولي ددريو کالو او خوري ديو کال وه

دمور تر مړيني وروسته د عبدالغني خان روزنه دده دا نا د پاچا خان د مور په غاړه وه مګر دهغي هم دژوند ډيري ورځي نه وي پاتي په داسي وخت کښي چه باچا خان د ډيره غازي خان په جيل کښي قيدو موري هم وفات شوه او دغني دغي پالونکي او مهرباني هم له دنيا سترګي پټي کړي غني بي سر پرسته پاتي شو لنډه داچه پر غني دماشومتوب په دوروکښي دژوند دناوړو چپي راغلي مګر ورو ورو د دغه حالات مخ په ښه کيدو شول ځکه کله چه غني د مدرسي شو او ښوونځيو ته لاړ د ده په شخصې ژوند کښي هم تبديلي راغله

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

27 خپاره شوي شعرونه

خانبشپړ شعر ولولئ

خان

غني خان

خان راخيــــستي دي مـــــــــلا پسي څو بــــاړي     خپل کور سم کړه څه پر دي غمونه ژاړی

بل تــــــــــه وائي د حرص وبــــــــاسه غــــاښــونه     او پـخپـــــله سوان په لاس تيروي داړي

تل وطن پخپله وران کړی بل بدنـــــــام کــــــړي      ملايـان دې کړل قارغان خواري خراړي

چه پخپله په بيه قام خــــــــــــــــــــــــرڅـــــــوي ته      بيا پــــه کـوم مخ په ملا کوي پيشاړي

چه پخپله دي مخ کال کښي نئ (  ٣ ) ويځـلي        بل ته مه وايــــه زړګيــــــه چـــــه پــواړي

ته اول دصاحب پـــــــــــريــــــــــــــــږده سلامونه       بيا په ده سرسايه پريږ ده پــــــــه دلاړي

د غني نصيحت واوره اوس ځان بسم کړه

خــــــــولي له نه راځي بيابياتو کلي لاړي

جـنـت او دنیابشپړ شعر ولولئ

جـنـت او دنیا

غني خان

چـــــــــــــــه مستې او ځـوا نـې وې  اوجـــا نـــــان وې او ډ ک جــــــام

ډ یــر کــلــونــه، لـږ یـــاران ، اوغـمــګـــیـن غــــــــونـــدی مــاښــــام

عشق څه اور وې او څه نور وې زړه لمبی لکه تــــــــــــــــــــنــور وې

پـه د ی ژوند بـه زه ورزار کړم جــنـتـونــه ســــتــــا تـــمـــــــــــــــــــام

خـو دا ګــټـه په دی وکړی چـه هـیـڅ رنګ له قرار نــــــــشــــــــــتـــــه

هــر ساعـت ، هر رنګ دژوند، ستا دوخــــــــــت بــــی کـس غــلام

ا و جــنــت کــی مــلا وائــې وخـــــــــــــت بــــه وی زمــا غـــــــــــــلام

دی چه ورک شې او زه شته شم، ټول به وران می شــې تـمــــــــــام

چـه زه ټــول عـمـر زلمی یـم ، زلمی تـوب به یـو عــذاب شـــــــــې

ځکه اوس را باند ی ګران د ی ، چه ئې خیشت شې زرتــــــــمــــام

تــل سـپـوږمـي د څــوار لسمــی، تــل جانان دشـپـاړ ســـــــــمــــي

تـل ځـوانـې ، سـیـنــد د شـرابــو ، د ا د وزخ کــــــــــــــه ا نـــعـــــــام

د ي د نــیــا پــســی بـــه ژاړم، دا تـیـاره هـــــــــــــلا ل بــه غــــــواړم

هـــره ورځ بــه یـــا د ومـــــــــــــــــــــــه ، نـــرئ لــــړه د مـــا ښــــــــــا م

ټنګ د حورو وفــا دارو، بی وفـا جــانــا ن بـــه غــــــــــــــــــــــوا ړم

ستا ا د م په ذات ښکاری دی ، د ښکاری خونـــد کــوی هر ګــــام

د مستی د سـیـنـد پــه غاړه ، ثوابـــې روژی بـــه نــــــــیـــــــــــــســـم

ا ســویـــلـې بـه کوم یــا د وم بــه د ســاقـــــې نـــیــــــمـګــړی جــــام

هـریـو شی چه ابـدې شې ، یــو افــــــت شــــې یــو عــذ ا ب شـــــې

بــس یــــو تـــا ســـــره مــــزه کـــــــــــــــــه د ا ا ذ ل ، ا بــــــــد ، د وا م

بـنــد ه نــوی رنــګ مـــحــل کــې نـوی نـوی جـانـــــــــــــان غـــواړې

بی بـان کې سره ګلـونـه ، تـوره شــپـه ، چـرا غــــــــــان غـــــــــواړی

تـل تــیـاره کښی دی ورکـیـږې، تـل رڼا کښـی هــم ورکــــــیــــــږې

دی بـچی د تــغـیـر دی ، یــو حالـت کـښـی نـه ټــــیــــنـــــګـــیــــږې

که دا ســتــا جـنـت لـه یــــــــوړه ، دا فــطــــــــــــرت او دا وجـــــــــود

یـــو څـــو ورځو کښې به سوځې ، پـه سرو سترګو بـــه ژړبـــــــږې

ای د لــــوئ فـضــل ما لــکه ، ما لــــه دا دنــــیـــــــــــــا جـــنــــت کـه

فارمـولــه یــې ده اســانـه ، د د ری تــوکــــــــــــــو نـــه جــــوړیـــــږې

لــکه ویــلـی مې دې سرکښې ، بـــس جـــانـــــــــان ځــوانــې او جام

چــــه زمــا لــیــونــی سـر پـــری کلــه کلـــــــه مــشـــغــو لـــــیــــــږې

او هــــغـــه بــــل د مرګ پـــس مــې مــلا جان پــسـی خیرات کــــــه

تــــش د حـورو پـــه خــو بـــونــو که د خــــوار ګـــذاره کــــــــــیـــږې

مالــه دلــتـه یــوه راکه غــونــــډه ، مــســتــه ، تـــــکــه ســـپــیــنـــه

مینه ناکه ، ســپــیــنـــه شــمــعه ، چـــه لــمـــــــبــې وهـې بــلـــیــږې

شــــــل رنـــګـــونـه ئې پـه نظرکښې ، شــــل مزاجـه پـه ځیګر کښې

دســـپــرلې هســی خــو یــو نــــه، کلـــه لــــمـــــر کـلــه اوریـــــــــــږې

یــو څرمــنــه کــــښــی د نــــنـــه ، یـــــــــــو حـــرم د جــیــنـــکـــــو وې

کلــه مــــســتــه او ســــر شــــاره ، کلــه غــلــۍ شـــــې شــــرمــیـــږې

او زمــــا د ی ســتــړی زړه کـــښـې شــل رنــګـونـه اور لمبه کـــړې

چـــــه دا اور هســی ســوزیــــږې ، د لــښــتــو هــســی ګـــډ یـــــږې

چـــه پـــه یــو بــی تــاب نــظــر مـې داســی مـسـت داسی نشه کړې

مــیــخـانــۍ ورتــه حــیــرانــۍ او ســاقــی ورتــــه پــــســخــیـــږې

دهــــغــــی زور بـــــــد ل کښــې مـــــالــــــه د لــتـــه یــــوه راکــــــــه

دابـــد ټـــــولـــــه ځـــوانـــی مــــې ، د څـو کـالــو مــشـــغــولا کـــه

که دانــه کئ ای جــانــانــه ، ســـــر بـــی حــوری دی ســنــبــال کـــه

نـه می هـغـلــتـــه پـــکار دې ، نــه مــی د لـتــه کښــی یـــا د یـــږې

غټی غټی ، ســپیـنې سپــیــنې ، چـه نـه سـوال نــه مـنــت غواړې

ارتــــی بــیــرتـی ، وږی سـتــرګـی ، پــه بـخــملو بـــه لــــغــړیــږې

ربّــــه ! ای جـــانـــانــــه ربـــهّ ! دغــه یـــو سوا ل خـــــو مــنـظـورکه

ګـنـــی لاړ غــنـــې د مــړ شــــو ، ورپـــــســـی ئــــــې ژبــی کــیــږې

هغه دغهبشپړ شعر ولولئ

هغه دغه

غني خان

ټـــټــودوست کا ســـنـــډا یــا رکا                  خر کړه خپل مطلب پــري بــار کا

خوار لوهــار تـــــــه لا لا وایــــه                 چــــه تــیــره د رلــه ســـپـــــار کا

سرکار مر ګ له چه څوک بیا ئې                  یـــــو کپــټــان بـل صوبــه دار کا

د مـــسـتئ چــه خر شې پــاتــــي                دشـــیخــي چــوغــه اختــیـــار کا

چـــه نــری رنځ ورشـــروع شې                 ځان حاجــې کا پــرهـــیـــز ګارکا

چـه میږې تــه خدای پـه قــارشې               د وه وزر ورلــــــه تــــیــــــار کا

چــه پښتون تــه خدای پـه قارشې             لــــوی مـلـک ئــې د ســـرکــارکا

خـــان او خــر دې سـکـه ورونــه                 مـسـت پـه جــر زنــا پـه جــار کا

پـښـتون هــغه وی چــه مـــړ شې               خــپــــل پـــردې ورتـــــه ازار کا

خـــر تــری لـوي په جهان نه وې              چــــه پـــه ږیـــــره اعــتــبـــار کا

زړه کــړه زهر خوله خــوږه کړه                خــره راشـــه ځـــان هوښــیـار کا

  یــــو د یـــار شــونــډ ی خوږي دې  

یــــــو مزه غــوښــــه د ښــــکار کا

مخ د جانا نبشپړ شعر ولولئ

مخ د جانا ن

غني خان

کله مخ زه پـه قبـله کـړم کلـه کــړم مخ و جـانــان تــه

هیڅ په فرق یې پوه نه شوم ربه! خیر مې کړې ایمان ته

هـغـه ورځ چــه خلق پــیـذا شو دخالـق په تجــلأی شـــو

زه وم پروت مخمور مشکوره په سجده مخ دجانـان ته

اوس زما په بـیکســـۍ کښــی د مســتې لمغړی ویـنــې

زه دمځکی قابل نــه وم ولی تـا بـوتــلم آســمــان تــــه

د خــبرو یــې څــوک نــشــته ځان سـره غنې ګو ڼیږې

لــیـو نی یـې هـلـه بــولـې چـه یې وګـورې جا نــــان تــه

شاعربشپړ شعر ولولئ

شاعر

غني خان

پـــرچــه د شــهــبــا زلــــــــــری او ستر ګـــــــــــې دعــقـاب

زړه پوســت دبـلـبـل خــوږی خـــــــــــــــــبــرې د ښـــــــــــــارو

ســـر ډ ک د خــوبــونــو لــــــــــــــــــــــکـه مـیـــنـه د قـا رون

ســتـــرګـی مـینـه نــــــــــــاکـې مسـتې ستر ګې دمجنون

چــل د ســامــــــــــــــــــرې او پــاکـې ګــوتــې دمــوســــی

تـور دغــم صلـــــــــــــــیـب پـه ســپــیــنــولــو دعـــیــسـی

تن ئـــــې سرربا ب چه دقسمت ګوتو کښې هنګ کوې

خوله یې دګونګرو چه دجانان پښو کښې شرنګ کوې

دي دې ګــــــوتــې پــورتـه کــړې نــامـه دی دیار ولیکې

څــه چـه قــــــــــلـم نـه لـیکـې هــغــه دی خمــار ولیــکــې

دفقیرانو سوالبشپړ شعر ولولئ

دفقیرانو سوال

غني خان

سترګو دجانان کی زما ښــکلې جهانــــــونـه دې

وادی خله دنــیـــا زه وږی ســتا ددنـــیـــا نه یمه

ګوره دفقیر کچکول کښې تاج دسکندر پروت دې

زه یــــــم دســــخـــیـــانو  دشـــومانــو ګدا نــه یم

زه یې پـه غرور د رنــه دمـینـې پــه نـوم غواړمه

زه ملنګ بی نیازه ستا دویــر او ویـــلا نه یـــمــه

هغه مستې غواړم چه یې مرګ نــــه شــې وژلي

زه دی دغـمـــونــو د بــیــګا او ســـبا نـــه یـــم

یو د سپو ږمي څاڅکي ماله ټیک له دجانان را

زه یـــم دخـــوبــونــو دلالونـــو ګدا نـــه یــــم

تـــښــته دنـــیــا ګئ که دی یښي نو ای امیره !

ستا شوه ستا دنیا زه وږی د د نـــیـــا نـــه یــــم

زهبشپړ شعر ولولئ

زه

غني خان

زمــــا بخت د شمع بخت دي یا به مرمه یا به سو ځم

يا به ویښ له ده دریاب ځم یا به پاس په چپو خوځم

 

عـــجـــب زه عــجــبـه لاره عجیبه کاروان  روان دي

مـــارسوتي پړاؤ له بیا ئي که زه ځمه او که نه ځم

غمبشپړ شعر ولولئ

غم

غني خان

که زه نه يم خوشحالي بــــــــه چيـــــــــرتـــه وي

که خزان وي مالي بـــــــــه چيـــــــــــرتــه نه وي

که بدرنګ لاړل خو شرنګ به واړه ورک شي

که ټيکري نه وي کالي به چيرتـــــــه نـــه وي

د ا لله هريو قدرت د حکـــــــــــــمت ډک دي

دانسان عقل لانه پو ئيږي هـــــــــــلک دي

ګډی وډیبشپړ شعر ولولئ

ګډی وډی

غني خان

مچ دزمرې ستـــــــــــــــرګي شکوې ماشی داوښ وینه

خــــــــدایــــــــــــه ! ستــا  عجیبه دنیا توره ده که سپینه

مړ لسو ګیدړو ببر شیر په بونډې چــــــــرګــــــــــه کــــــړ

سپور شغال په پړانګ دی دغرڅو ښکارله ځــــــــــــینه

پریوځې چواړې ته ځان ګا ڼه په رتې زورکــــــــــــــــړې

 ښکلې ستا دګوتو جوړه ځـــــــــوانــــــــــــه نــــــــازنیــنه 

ناسته ده دډم دلندن لور په ســــــــــــرو وریښمو کښې

لور دلــــــوی شیرشاه لور ئې په لاست دی لو له ځینه

مست مغروره سر دپښتون ټیټ سترګي ئې ښکته دې

شـــــــــرم داســـــــــــی شـــــــــــرم چـــه شرمونه شرموینه

اي زړهبشپړ شعر ولولئ

اي زړه

غني خان

اي زما د زړه بلبــــــله ولــــــــــــــــي ژاړي

ولي څه پسي خپه ېي څـــــه شي غواړي

څه دپاره دي بوستان د عشرت پريښود

څه دپـــــــــــاره دي غـــــمونو لټي جاړي

راته ښکاري جوړي بيا ئي شيدا شوي

ځکه نه وهي نغمي ګوټ کښي ولاړي

دا ته څه وي چه يـــــورپ کښي دلبري

درقيب ياري کړه جــــــــوړه چه ته لاړي

دا يورپ دي جينکو کـښي وفا نشته

بي وقوفه ته د مړونه مـستي