د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

خان

خان راخيــــستي دي مـــــــــلا پسي څو بــــاړي     خپل کور سم کړه څه پر دي غمونه ژاړی

بل تــــــــــه وائي د حرص وبــــــــاسه غــــاښــونه     او پـخپـــــله سوان په لاس تيروي داړي

تل وطن پخپله وران کړی بل بدنـــــــام کــــــړي      ملايـان دې کړل قارغان خواري خراړي

چه پخپله په بيه قام خــــــــــــــــــــــــرڅـــــــوي ته      بيا پــــه کـوم مخ په ملا کوي پيشاړي

چه پخپله دي مخ کال کښي نئ (  ٣ ) ويځـلي        بل ته مه وايــــه زړګيــــــه چـــــه پــواړي

ته اول دصاحب پـــــــــــريــــــــــــــــږده سلامونه       بيا په ده سرسايه پريږ ده پــــــــه دلاړي

د غني نصيحت واوره اوس ځان بسم کړه

خــــــــولي له نه راځي بيابياتو کلي لاړي

د شاعر نور شعرونه ←