د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

دفقیرانو سوال

سترګو دجانان کی زما ښــکلې جهانــــــونـه دې

وادی خله دنــیـــا زه وږی ســتا ددنـــیـــا نه یمه

ګوره دفقیر کچکول کښې تاج دسکندر پروت دې

زه یــــــم دســــخـــیـــانو  دشـــومانــو ګدا نــه یم

زه یې پـه غرور د رنــه دمـینـې پــه نـوم غواړمه

زه ملنګ بی نیازه ستا دویــر او ویـــلا نه یـــمــه

هغه مستې غواړم چه یې مرګ نــــه شــې وژلي

زه دی دغـمـــونــو د بــیــګا او ســـبا نـــه یـــم

یو د سپو ږمي څاڅکي ماله ټیک له دجانان را

زه یـــم دخـــوبــونــو دلالونـــو ګدا نـــه یــــم

تـــښــته دنـــیــا ګئ که دی یښي نو ای امیره !

ستا شوه ستا دنیا زه وږی د د نـــیـــا نـــه یــــم

د شاعر نور شعرونه ←