د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

مخ د جانا ن

کله مخ زه پـه قبـله کـړم کلـه کــړم مخ و جـانــان تــه

هیڅ په فرق یې پوه نه شوم ربه! خیر مې کړې ایمان ته

هـغـه ورځ چــه خلق پــیـذا شو دخالـق په تجــلأی شـــو

زه وم پروت مخمور مشکوره په سجده مخ دجانـان ته

اوس زما په بـیکســـۍ کښــی د مســتې لمغړی ویـنــې

زه دمځکی قابل نــه وم ولی تـا بـوتــلم آســمــان تــــه

د خــبرو یــې څــوک نــشــته ځان سـره غنې ګو ڼیږې

لــیـو نی یـې هـلـه بــولـې چـه یې وګـورې جا نــــان تــه

د شاعر نور شعرونه ←