بلخي: له ۲۰۲۲ کال راهیسې د پاکستاني بریدونو له امله ۱۱۱۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سياېناېن سره په مرکه کې ویلي، د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۱۱۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
بلخي ادعا کړې چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان مېرمنې او ماشومان دي او په پاکستاني هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د بریدونو له پیل سره د متقابلو او «غاښ ماتوونکو» ځوابونو خبره کړې وه، خو د وروستیو بریدونو په اړه د طالبانو غبرګونونه تر ډېره تر سیاسي غندنې محدود پاتې شوي دي.
له بلې خوا، د بریدونو ځینې قربانیان او عام ولسي وګړي د طالبانو پر کړنو نیوکه کوي. هغوی وايي، تر هغه چې طالبانو د بهرنیو بریدونو ځواب نه وي ورکړی، یوازې ژمنې اغېز نه لري.
د هغوی په وینا، طالبان د بهرنیو ننګونو په ځوابولو کې پاتې راغلي، خو په افغانستان کې یې د ښځو او ولس پر اساسي ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي.