معنوي: د جزا نړیوالې محکمې ته د ساخاروف جایزه د عدالت لپاره ښه خبر دی

د جمهوري دولت پر مهال د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، د جزا نړیوالې محکمې ته د اروپایي ټولنې د ساخاروف جایزه د افغانستان لپاره ښه خبر بللی او ویلي یې دي چې د ظلم څراغ به مړ شي.
معنوي په یوه لیکنه کې ویلي، دې محکمې د امریکا په ګډون د څو اړخیزو سختو بندیزونو او فشارونو سربېره، د عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکړی او د طالبانو د ځینو چارواکو په ګډون یې د لوړو تورنو کسانو قضیې تر محکمې رسولې دي.
د هغه په وینا، محکمې ته دا جایزه په داسې وخت کې ورکول کېږي چې له سیاسي فشارونو سره مخ ده. معنوي دا اقدام د دې نښه بللې چې ویښ وجدانونه لا هم ژوندي دي او په نړیوال نظام کې عدالت ته ارزښت ورکول کېږي.
هغه ټینګار کړی چې تاریخ ښودلې، هېڅ ځواک، که هر څومره پر زور او ځپنې ولاړ وي، د تل لپاره د عدالت او نړیوال وجدان پر وړاندې نه شي درېدای. معنوي زیاته کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې، مخالفان او د جنایتکارانه سیاستونو قربانیان یوازې نه دي او عدالت به حتماً تحقق ومومي.