پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د اغلۍ رحيمه پشتونجار شعرونه
3 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
رحيمه پشتونجار دمرحوم ملا جان پشتونجار لور دکابل دشاه شهيد په سيمه کې په يوه روښان فکره کورنۍ کې زيږيدلې ده ، خو اصلي ټاټوبې يې دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالي ده. لومړنۍ زده کړې په کابل کې دبي بي شمسو په ښوونځي کې سرته رسولې او وروسته د کابل امنه فدوي له لېسې څخه په عالي درجه فاغه شوې ده .
دکابل پوهنتون دوترنري پوهنځي محصله وه ، خو په هيواد کې دجګړو له کبله يې لوړې زده کړې نيمګړې پاتې شوې او پرديسۍ ته يې مخه کړه . کابو شل کاله کيږي ، چې دجرمني دمونشن ګلاد باخ په ښار کې استوګنه ده .
رحيمه پشتونجارلاپه ماشومتوب کې دشعرونو د لوستلو او ليکلو ليواله وه . په لومړيو وختونو کې يې دوه بيتۍ او څلوريزې ليکلې ، خو له لسو کلونو راهيسې يې د غزلونو او ازادوشعرنو دليکلو لړۍ پيل کړې ده او اوس مهال يې چاپ ته يوه ټولګه چمتو ده .
داسې يار پسې خپه يم
زه يې دهر لمانځه دعا کړم داسې يار پسې خپه يم زه يې ايمان په شان ويسا کړم داسې پسې خپه يم دخوږې مينې دنيا…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
داغه د زړګي راشه دردونه سره ښکل کړو زړکې د هجران خواږه غمونه سره ښکل کړو اوښکه شه جانانه چې ليمه درنه چاپيره کړم پټ…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
راځه چې والوځو جوړه داسمانونو غيږته دستورو پړک ته دسپوږمۍ دماښامونو غيږته زه به پوړني نه در جوړه کړم دمينې کيږدۍ بيا به مو يو…
بشپړ شعر ولولئ ←